امريکا له افغانستان سره پر ۳۰۰ میليونه ډالره مرسته غور کوي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲, پنجشنبه![Belgien Brüssel | NATO Treffen der Außenminister - Antony Blinken](https://static.dw.com/image/56975589_800.webp)
رويترز خبري آژانس ليکي چې دا خبره د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر جو بايدن د روان ۲۰۲۱م کال د سپتمبر مياشتي تر ۱۱ نیټې پورې له افغانستان څخه د خپلو پاتو ځواکونو د راايستلو پريکړه کړې ده.
خو د اپريل پر ۱۴ نېټه له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د راايستلو د پريکړې د اعلانولو پر وخت بايدن ويلي ول چې دغه هيواد به له افغان امنيتي ځواک او ملکي پروګرامونو سره خپلې مرستي جاري وساتي، چې له ښځو او نجونو سره د مرستې پروګرامونه هم پکې شامل دي.
بلينکن: له افغانانو سره مشارکت دايمي دی
بلينکن وويل چې د بهرنیو چارو له وزارت او امريکا نړيوال پراختيايي آژانس دا نوې مرسته د «افغانستان له خلکو څخه زموږ د پايدار ملاتړ د څرګندونو» په موخه په نظر کې نيول شوې ده.
نوموړي په يوه اعلاميه کې زياته کړه: «دا بودجه اړينو خدماتو ته د افغانانو د لاس رسي د بهتره کولو له لارې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړونو ساتلو او دغه لاسته راوړونو ته د ودې ورکولو هدف لري.
جنیوا کنفرانس؛ نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې اعلان وکړ
هغه زياته کړه چې دا پېسې به د اقتصاد د ودې، فساد سره د مبارزې، د «ښځو پر ځان د بسيا» کيدو، مدني ټولنې او خپلواکو رسنيو څخه د ملاتړ او پر نورو پروګرامونو مصرف شي.
دا څه نا څه ۳۰۰ میلیونه ډالر د هغه ۶۰۰ میلیونه ډالرو مرستې برخه ده چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ یې د نومبر د کنفرانس په ترڅ کې افغانستان ته د ورکړې ژمنه کړې وه. خو نوموړي یې بيا نيمه برخه ودروله او د هغې ورکړه يې په دوحه کې د بين الافغاني خبرو اترو په پرمختګ پورې مشروطه کړه.
خو د افغان حکومت د پلاوي او وسله والو طالبانو ترمنځ دغه خبرې اترې له څو مياشتو راهيسې په ټپه ولاړې دي. د امريکا په ملاتړ د استانبول نړيوال کنفرانس چې په اصل کې په روانه مياشت کې بايد رابلل شوی وای، هم د طالبانو د نه ګډون له کبله وځنډيد.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)