1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

امريکا له ۵ تر ۱۱کلنۍ پوري ماشومانو له پاره د کرونا واکسين

۱۴۰۰ آبان ۱۲, چهارشنبه

د امريکا د ناروغيو د کنترول او مخنيوي ادارې «سي دي سي» کابو ۲۸ میليونو ماشومانو ته د بايونتک – فايزر شرکت واکسين د لګولو پريکړه کړې ده. ولسمشر بايدن تمه لري چې دا پروګرام به په راتلونکو څو ورځو کې پېل شي.

USA Zulassung des Corona-Impfstoffs von Biontech-Pfizer für fünf- bis elfjährige Kinder
انځور: JEFF KOWALSKY/AFP

د امريکا متحده ايالاتو د ناروغيو د کنترول او مخنيوي ادارې «سي دي سي» مشرې روشيل والنسکي د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي: «موږ پوهيږو چې په ميليونو مېندې او پلرونه ليوال دي خپل اولادونه واکسين کړي او له دې پريکړې سره موږ اوس توصيه کړې چې څه نا څه ۲۸ ميليونه ماشومان دې د کوويد – ۱۹ واکسين ترلاسه کړي.»

والنسکي په يوه غونډه کې يادونه وکړه چې د کرونا د تازه څپې په ترڅ کې چې علت یې د ديلتا بڼه وه، په امريکا متحده ايالاتو کې ډېر ماشومان په روغتون کې بستر کيدو ته اړ شوي ول. هغې زياته کړې چې د دغي ناروغۍ څخه «زموږ ماشومانو ته متوجې خطر ډېر لوړ او ويجاړونکی دی.» 

هغې زیاته کړه چې د کوويد خطر د هغو ناروغيو په پرتله چې زموږ ماشومانو یې په مقابل کې په عمومي توګه واکسين ترلاسه کوي، ډېر لوړ دی.

دې ته په اشارې سره چې د ښوونځيو تړل د ماشومانو پر رواني روغتيا اغیزې لري، والنسکي هيله څرګنده کړه چې د ماشومانو واکسين کول به روان وضعيت ته بدلون ورکړي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن دا پريکړه «د بدلون نقطه» او د ملت له پاره «يو ستر پرمختګ» بللی دی. نوموړي په يوه اعلاميه کې وويل چې دا پريکړه به «د خپلو اولادونو په اړه د والدينو ويره او اندېښنه چې له څو میاشتو راهيسې يې لرله، له منځه یوسي او د ماشومانو له خوا د دې ويروس د خپريدو مخه به ونيسي.»

نیویارک: ۵۰ زرو کسانو د کرونا د واکسین لګولو له امله ۱۰۰ ډالر ترلاسه کړي

نوموړي زياته کړه چې د واکسيناسيون دا پروګرام به په راتلونکو څو ورځو کې پيل شي او په څو اوونيو کې به بشپړ شي.

د درمل جوړوني فايزر شرکت لا دمخه د امريکا په بېلا بېلو ايالتونو کې د ډاکترانو کتنځايونو او د درملو شرکونو ته د دې واکسين د ليږد چارې پيل کړي دي. د ماشومانو له پاره دا واکسين په نارنجي رنګه ښيښو کې ځای پر ځای شوي څو د لويانو له پاره په ارغواني رنګه شيشو کې له پوښ شویو واکسينونو سره ګډ نه شي.   

په امريکا کې تر اوسه ۵۸ سلنه نفوس په بشپړه توګه واکسين شوی دی او په دې برخه کې د يو شمیر هيوادونو لکه بريتانيا او فرانسې څخه لا وروسته دی. يوازې ډېر لږ نور هيوادونه لکه چين، کيوبا او متحده عربي اماراتو لا دمخه د دې ځانګړي سن د ماشومانو له پاره د کرونا واکسين اجازه ورکړې وه.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل