1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا متحده ايالاتو په کابل کي خپل سفارت تړلی

۱۳۹۵ آبان ۲۳, یکشنبه

په بګرام کي د امريکايي عسکرو پر مقر تر بريد وروسته متحده ايالاتو په کابل کي خپل سفارت تړلی دی. ويل سوي چي دغه تړل کېدنه مؤقتي ده.

Selbstmordanschlag Kabul US Botschaft Explosion
ارشيف انځورانځور: Reuters

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت تړل سوی دی. دا د هغه څخه يوه ورځ وروسته چي په بګرام کي د امريکايي پوځ پر مقر خونړی بريد تر سره سو.

پر بګرام د بريد څخه تر مخه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۳مه نېټه) په مزار شريف کي د آلمان پر قونسلګرۍ هم يو خونړی بريد تر سره سوی ؤ چي پکښي تر ۱۰۰ څخه زيات انسانان ژوبل سوي او ۶ وژل سوي ول.

په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت خانې د شنبې په ماښام ناوخته يوه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کي راغلي چي سفارت «د ورځنيو له پاره تړل سوی دی.»

د متحده ايالاتو د سفارت د شنبې د ورځي په اعلاميه کي زياته سوې چي دغه تړل کېدنه «د يو مؤقتي امنيتي اقدام برخه ده». دغه غېر عادي فيصله په داسي حال کي سوې چي د بګرام بريد دوه امريکايي عسکر او دوه قراردانيان ووژل. د افغانستان و پلازمېني کابل ته نژدې د بګرام په امريکايي پوځي اډه ځانمرګي بريد يو شمېر نور انسانان ژوبل کړي هم ول.

په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت په دوامداره توګه امريکايانو ته و افغانستان ته له سفر څخه خبرداری ورکوي. وسله وال طالبان د تيرو ۱۶ کالو راهيسي د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد په جګړه بوخت دي.

د هغه څخه وروسته چي په ۲۰۱۴ کال له افغانستان څخه زياتره د جنګي ماموريت بهرني عسکر له افغانستان څخه ووتل او ناټو او امريکا په افغانستان کي د «قاطع ملاتړ» په نوم ماموريت ته ادامه ورکوي، په افغانستان کي تاوتريخوالی په تدريجي توګه زيات سوی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.10.2015):
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب