امريکا نيت لري ناټو ته د افغانستان څخه د وتلو پلان وړاندي کړي
۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبهواشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي د بارک اوباما ادارې يو داسي پلان جوړ کړی چي د يو نيم څخه تر دوو کلونو پوري به د ځينو سيمو امنيتي مسوليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.
د ورځپاني په خبره که چيري په افغانستان د طالبانو مقاومت مات سي نو کيدای سي چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ناټو او امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه ووزي.
خو د ناټو او امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په زرهاوه بهرني ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو او محلي ځواکونو سره د مرستي په خاطر پاته سي.
لکه څنگه چي د ورځپاڼي په سر مقاله کي اشاره ورته سوې، ددې پلان ډيري برخي د عراق د پاره د امريکايي ستراتيژۍ لاره تعقيبوي.
د هغه وخت راهيسي چي بارک اوباما د امريکا د متحده ايالاتو د مجهورريس په توگه په کار پيل کړی په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شمېر دوه برابره لوړ سوی چي وروستۍ ډله يې څه عمر د مخه افغانستان ته ورسېده.
د يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي په اند د واشنگټن د پاره ډير وختي دی چي اوس پر دې باندي قضاوت وکړي چي آيا د هغه ستراتيژي کار وکړی په افغانستان کي که نه. ځکه ځواکونه په دې وروستيو کي ورسېدل.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم