1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا هند ته د روسي تېلو په سر خبرداری ورکړی

۱۴۰۱ فروردین ۱۳, شنبه

امريکا متحده ایالاتو هند ته له روسيې څخه د تېلو د وارداتو په اړه خبرداری ورکړی. دغه کار منع نه دی، خو امريکا او اروپايي شريکان يې غواړي چې له روسيې څخه خپله د تېلو اړتيا راکمه کړي او په دې توګه پر روسیې فشارونه ډیر کړي.

USA, Washington | Kamala Harris trifft Narendra Modi
انځور: Elizabeth Frantz/REUTERS

د هند د »هندوستان ټايمز« په نامه ورځپاڼې د يوه رپوټ په حواله د امريکا متحده آيالاتو د امنيتي چارو مشاور، دليپ سنګهـ، ويلي دي چې امريکا او اروپايي شريکان يې غواړي د روسيې په څېر »د ډاډ نه وړ انرژي لېږدونکي« په وړاندې خپله اړتيا راکمه کړي.

له دې مخې متحده آيالات دې ته هم چمتو دي چې له هند سره مرسته وکړي څو د انرژۍ او پوځي تجهيزاتو په برخه کې تنوع زياته کړي. هند د اوکراين جګړې د پيل راهيسې په ميليونو بشکې (برميل) روسي تېل په آرزانه بيه پېرلي چې غواړي دغه واردات پسې لا وغځوي.

په روسيه کې د اومو تېلو استخراجانځور: Alexander Korolkov/Izvestia/AP Photo/picture alliance

د هند اکثره پوځي تجهيزات هم له روسيې څخه وارديږي. سنګهـ د جزئياتو له په ډاګه کولو پرته دا هم وويل چې هغه هېوادونه به پايلې وويني چې غواړي په فعال ډول له بنديزونو څخه سرغړونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې هند او روسيه هڅه کوي د خپل تجارت له پاره له بنديزونو څخه د تېرېدو او د پیسو د ورکولو نوې لارې چارې ومومي.

ن.ص./خ.ح (dpa)     

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب