1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا وايي په افغانستان کي خونړي بريدونه داعش کړي دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو له نظره په کابل او ننگرهار کي د خونړيو بريدونو مسئوليت د داعش پرغاړه دی. په دغو بريدونو کي تر ۵۰ زیات انسانان ووژل سول .خو افغان حکومت بيا په کابل کي د بريد پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

Afghanistan Kabul Anschlag auf Klinik von Ärzte ohne Grenzen
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان له پاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د پنجشنبې په ورځ ماښام په تويتر کي ليکلي دي چي په کابل کي د زيږنتون پر وارډ « څانګي» او په ننگرهار کي د جنازې پر مراسيمو «وحشي بريدونه» داعش کړي دي.

د افغانستان حکومت بيا په کابل کي پر روغتون باندي د بريد مسئوليت پر وسله والو طالبانو باندي اچولی دی.

زلمي خليلزاد ليکلي دي چي داعش پر ملکيانو باندي د دغه شان «کرغيړنو بريدونو» بيلگې لري او دا يې «د افغانانو او نړۍ له پاره ستر گواښ بللی دی».

خليلزاد ليکلي دي چي داعش همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ د سولي د يوه تړون مخالفت کوي او هڅه کوي چي د عراق او سوريې په څير فرقوي جگړه وپاروي.

امریکا متحده ايالاتو د روان کال د فيبروري مياشتي په پای کي له وسله والو طالبانو سره تړون لاسليک کړي چي دغه تړون بيا بين الافغاني خبرو ته لاري اواروي. خو په افغانستان کي روان تاوتريخوالي دغو خبرو ته د رسيدو لار ستونزمنه کړې ده.

خليلزاد په يوه بل تويت کي ليکلي دي: «د داعش دام ته د لويدلو او د سولي د ځنډولو يا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای افغانان بايد سره راټول سي، چي دغه گواښ ته ماته ورکړي او د سولي په تاريخي فرصت پسې ورسي.»

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په کابل او ننگرهار کي تر وروستيو بريدونو وروسته د سه شنبې په ورځ پر افغان حکومت او طالبانو باندي د گډ کار کولو ږغ وکړ.

په کابل کي د يوه روغتون د زېږنتون پر څانگي باندي د نامعلومو وسله والو بريد په روان کال کي په افغانستان کي يو له سختو بريدونو څخه وو. په دغه بريد کي د ښځو او ماشومانو په گډون ۲۴ کسان ووژل سول. په ننگرهار کي د جنازې پر مراسيمو باندي د داعش بريد هم په لسونو انسانان ووژل.

(n.z/g.p(dpa,AFP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب