امريکا پاکستان ته 300 ميليونه ډالره ورکوي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبهيو پاکستاني چارواکي نن «پنجشنبه» وويل چي پاکستان کيدای سي د متحده ايالاتو څخه 300 ميليونه ډالره د ترهکرو او په دغه هيواد کي د ياغيانو په وړاندي د جګړې د ترسره کولو له پاره تر لاسه کړي.
دا په داسي حال کي ده چي امريکايي سناتورانو ته د ترهګرۍ په وړاندي جګړه کي د پاکستان په هکله وروسته له هغه پوښتني رامنځ ته شوې چي اسامه بن لادن د پاکستان د پلارمېني په شل کيلو مترۍ کي ووژل شو.
هغه پيسي چي متحده ايالات يي پاکستان ته ورکوي د «متحدينو د حمايت د بوديجي» په نوم ياديږي. متحده ايالات د دغي بوديجې څخه يوازي د هغه هيوادونو سره مرستي کوي چي ، د ترهګرۍ او ياغيانو په وړاندي يې پوځي عمليات په لاره اچولي وي.
يو پاکستاني چارواکي چي د نوم د نه بربنډيدو په شرط يې خبري کولې ويلي چي پاکستان بايد 300 ميليونه ډالره تر لاسه کړي.
متحده ايالاتو تر اوسه پوري د پاکستان سره د 7.4 ميلياردو ډالرو په ارزښت د متحدينو د حمايت د پروګرام له مخه مرستي تر سره کړي دي.
دغه ډول مرستي د پاکستان سره وروسته له هغه پيل سوې چي په 2001 کال کي پاکستان د امريکا سره په افغانستان کي د ترهګرۍ په وړاندي جګړه کي يو ځای سو.
هغه پيسي چي د متحدينو د حمايت د پروګرام په ترځ کي هيوادونو ته ورکول کيږي، په رسمي توګه د امريکا د بهرنيو مرستو په حساب کي شاملي نه دي.
يوازي څو ورځي مخکي ، امريکايي پوځيانو د يو لړ عملياتو په ترڅ کي د القاعدې د شبکې مشر، اسامه بن لادن، د پاکستان د پلازمېني په 20 کيلوميترۍ کي وواژه. په هغه سميي کي چي اسامه د څو کلونو را په دې خوا اوسيده د پاکستان ډير شمير جنرالان اوسيږي. په دغي سيمه کي خو بيا د پاکستان يوه ډيره لويه پوځي اکاډمي هم پرته ده.
تر دغه پيښي وروسته اوس د يو شمير امريکايي سناتورانو سره دا پوښتنه پيداسوې، چي ايا پاکستان په رښتيا غواړي د ترهګرۍ په وړاندي جکړه وکړي او که د امريکا او نوري نړۍ په سترګو کي خاوري اچوي.
ځيني امريکايي سناتوران خو د پاکستان سره د پوځي مرستو د درولو غوښتونکي سوي ، ځکه چي دوی باور لري چي د اسامه څخه د پاکستان په حکومت کي دننه ځيني کسانو ملاتړ کوه او دی يي د نړيوالو او امريکا د سترګو څخه پټ په پاکستان کي د و کي ساتلی و. خو د امريکا حکومت د پاکستان سره د ستراتيژيکو اړيکو د ساتلو غوښتونکی دی.
دا په داسي حال کي ده چي پاکستان ويلي، چي دوی د اسامه بن لادن څخه ساتنه نه کوله او د ده د نيولو له پاره يې ټولي هلي ځلي کړي وي.
امريکايي قانون جوړونکو ډير ځلي ويلي چي هغه مرستي چي امريکا يې د پاکستان سره د متحدينو د حمايت د پروګرام په ترځ کي تر سره کوي، شفافي نه دي.
په 2008 کال کي امريکايي مفتشينو خو دا خبره هم کړې وه چي پاکستان ته د متحده ايالاتو د پوځي مرستو پوره اسناد په لاس کي نه سته.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ عبدالباري حکيم