امريکا: پر القصير ښار باندي يرغل غندو
۱۳۹۲ خرداد ۱۶, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ پر اسد باندي د القصیر ښار د عملیاتو له کبله چې له لبنان سره پر پوله پروت دی، نیوکې کړي دي. د اسد پلي ځواکونو د لبنان د حزب الله ډلې د جنگیالیو په مرسته تر۱۷ ورځنۍ جگړې وروسته، دغه ښار تر خپل کنترول لاندې راوست.
د سپیني ماڼۍ ویاند جې کارني په یوه بیانیه کې ویلي دي: «امریکا متحده ایالات د اسد رژیم له خوا د القصیر پر ښار باندي پوځي عملیات په تر ټرو سختو الفاظو غندي. په دغو عملیاتو کې ډیر ملکي کسان وژل شوي دي او ډیر شمیر نور انسانان یې زورولي دي.»
کرني زیاته کړې ده چې اسد د القصیر ښار د نیولو په عملیاتو کې له حزب الله څخه مرسته غوښتې ده. هغه ویلي دي: «دا واضیح خبره ده چې رژیم په یوازیتوب د پاڅونکوونکو مقاومت نه دی مات کړی او د القصیر د عملیاتو پر مهال یې د ایران او حزب الله پر مرسته تکيه کړې ده.»
سپیني ماڼۍ دغه راز یو وار بیا پر ایران او حزب الله باندې غږ کړی دی چې د سوریې په شخړه کې مستقیمه مداخله و نه کړي. کارني ویلي دي، چې په سوريه کې د حزب الله مداخله د لبنان ثبات ته گواښ پيښوي.
په همدې حال کې د سوریې پاڅون کوونکو هم منلې ده چې هغوی د القصیر ښار کنترول له لاسه ورکړی دی. پاڅونکوونکو نزدې یو کال دمخه دغه ښار د اسد له پوځیانو څخه نیولی وو. تر دې مخکې د اسد پلي ځواکونو په القصیر کې د تاریخي بریا ادعا کړې وه.
د دغه هیواد دولتي تلویزیون ویلي ول: «زموږ ځواکونو یو ځل بیا په سیمه کې ثبات او امنیت ټینگ کړی دی.»
د القصیر ښار د سوریې په شخړه کې دواړو ښکیلو اړخونو ته ډیر لوړ ستراتیژیک اهمیت لري. عیني شاهدانو ویلي دي، اوس دغه ښار چې څه نا څه ۴۰۰۰۰ اوسیدونکي لري د جگړو له کبله ډیر ویجاړ شوی دی.
د سولې د خبرو له پاره نیټه و نه ټاکل شوه
د القصیر د ښار عملیاتو د سوریې په جگړه کې د حزب الله جنگیالیو نقش څرگند کړ. اوس کارپوهان وایي چې اسد کیدای شي د خبرو اترو پر ځاي په خپل هیواد کې پر پوځي بریا باندې اتکا وکړي.
په همدې حال کې د روسيې، امریکايا او ملگرو ملتو استازي په ژنیو کې په دې نه دي توانېدلي چې د سوریې د شخړې د حل په اړه راتلونکي غنډي ته د جون په میاشت کې یوه نیټه وټاکي.
د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر ابراهيمي د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه هیله من دی چې دغه غونډه به د جولای په میاشت کې ترسره شي. دغه غونډه د امریکا او روسیې له خوا رابلل شوې ده.
اسد ویلي دي چې هغه به په دغه غونډه کې گډون وکړي، خو پاڅونکوونکو ویلي دي چې یوازې په هغه صورت کې په دې غونډه کې گډون کوي چې د اسد د گوښه کیدو له پاره نړیوال تضمینونه موجود وي.