1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا پر سوريې باندي لنډمهاله بريد پلانوي»

نسیم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۵, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالات ټينګ بارو لري چې د سوريې رژيم تېره اوونۍ په سلهاوو ملکي وکړي په زهرجن ګاز وژلي دي. د اسد د پوځ په وړاندې د توغنديو د هدفمن بريد د تر سره کولو له پاره نخښې نښانې لا دقيقې شوي دي.

The US aircraft carrier Carl Vinson (R) and the cruiser USS Bunker Hill (L) sit anchored off Manila Bay after arriving on May 15, 2011 for a four-day port of call accompanied by three other warships. The Carl Vinson is making a port call in the Philippine capital after its crew buried Osama bin Laden's remains in the Arabian Sea AFP PHOTO / JAY DIRECTO (Photo credit should read JAY DIRECTO/AFP/Getty Images)
USA verstärken Marine-Präsenz vor syrischer Küsteانځور: Jay Directo/AFP/Getty Images

د «واشنګټن پوست» ورځپاڼه د حکومت د لوړپوړو استازو په حواله خبر ورکوي چې د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، يو محدود ماموريت د محدودې مودې له پاره سنجوي. ويل کيږي چې دغه دوه ورځنی پوځي بريد به د جنګي کښتيو له خوا د توغول شويو «مارش» ډوله توغنديو او د اوږده واټن بم غورځونکو الوتکو په مټ تر سره شي. بريدونه به پر پوځي هدفونو باندې وشي، چې د کيمياوي وسلو په زېرمو پوري مستقيم تړاو نه لري.

د امريکا متحده ايالاتو خپل ځان چمتو کړی دی: د متحده آيالاتو د سمندري ځواک کښتۍ چې په مارش ډوله توغنديو باندي سمبالي دي، د مديترانې په سمندر کې ګرځي. د بريد تر سره کول او د هغه دقيق وخت د «واشنګټن پوست» په حواله په درو فکتورونو پوري اړه لري: د تېري اوونۍ د زهرجن ګاز په مشکوک بريد کې د سوريې د مشرتابه د ښکېلتيا په اړه د استخباراتي معلوماتو بشپړېدل، له متحدينو او امريکا له کانګرس سره مشورې او د نړيوالو حقوقو په ارزونې پورې.

«ګټور ارقام»

کتونکي په دې اند دي چې د متحده آيالاتو له خوا پوځي مداخله به وروسته له هغه تر سره شي چې د ملګرو ملتونو د کيمياوي وسلو څېړونکي له سوريې څخه وتلي وي. کارپوهانو د دوشنبې په ورځ خپلي څېړنې دمشق ته څېرمه پيل کړي دي چيري چې ښايي د زهرجن ګاز په بريدونو کې نزدې۱۰۰۰ انسانان وژل شوي وي. د دندې په پيل کې د ملګرو ملتونو پر دغه ټيم باندي فيرونه وشول. سره له دې هم په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو د يوه وياند په خبره څېړونکو «ګټور ارقام» راټول کړي دي.

د ملګرو ملتونو له خوا د څېړنو تر بشپړېدو مخکې د بهرنيو چارو وزير جان کېري څرګنده کړه: «کيمياوي وسلې استعمال شوې دي.»

بې طرفه رپوټونه د ده په خبره څېړل شوي او د باور وړ هم دي. سربېره پر دې د امريکا متحده ايالات نور معلومات هم په اختيار کې لري چې اوسمهال ارزول کيږي او په رالتونکو څو ورځو کې به وړاندي کړل شي. ولسمشر اوباما وويل چې دی غواړي د دغې «ناوړي اخلاقي پېښې» مسئولين خپل مسئوليت ته متوجه کړي. د سپيني ماڼۍ وياند جی کارني زياته کړه: «يوازې د بشار الاسد رژيم په کافي ډول توغندی لري چې کيمياوي وسلې هم استعمالولای شي.»

«شواهد نه شته»

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړی هېواد روسيه چې د وېټو حق هم لري او د سوريې ټينګ ملګری بلل کيږي د امريکا متحده ايالاتو ته د پوځي مداخلې له کبله خبرداری ورکړی دی. د بهرنيو چارو وزير، سېرګي لاوروف ټينګار وکړ چې پوځي مداخله به سوله رانه ولي، بلکې «د جګړې يوه بله لا خونړۍ مرحله» به پيل شي. د روسيې نوموړی لوړپوړي ديپلومات زیاتوي چې د امريکا متحده ايالاتو «تر اوسه کوم شواهد نه دي وړاندي کړي، خو په ورته وخت کې وايي چې د اسد رژيم تر سرې کرښي اوښتی دی او اوس نور ځنډ نه شي کېدای».

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په دې ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ په هاګ کې يوه ټاکل شوې غونډه لغو کړه، چې امريکايي او روسي استازو پکې د سوريې له پاره د سولې د يو نړيوال کنفرانس د راغوښتلو په اړه خبري اترې سره کولې. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې هغوی د غونډې په لغو کېدو سره متاسف دي. دغه پرېکړه د هغوی په خبره د امريکا متحده ايالاتو پر خپل سر کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل