دونالد ترمپ لومړی له فلسطين سره د نغدي مرستې د کمولو گواښ کړی وو، خو اوس د امريکا حکومت جدي دی او د مالي مرستو يوه برخه به ودروله شي. فلسطين سخت خواشينی دی.
انځور: picture-alliance/I.Mohamad
اعلان
د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت په منځني ختيځ کې له فلسطيني مهاجرو سره د ملگرو ملتونو د مرستې آژانس (UNRWA) ته ۶۵ ميليون ډالرو ورکړه ځنډولې ده. دا د هغو پيسو تر نيمايي زياتي دي چې د پلان له مخې بايد د ملگرو ملتونو د مهاجرو ادارې ته په ۲۰۱۸م کال کې د فلسطيني مهاجرو د مرستې له پاره ورکړل شوي وای.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستي له اداره سره د يوه ليک له لاري خپله دغه پريکړ شريکه کړې ده. دا ۶۵ ميليونه ډالر د روان کال له پاره د امريکا د مرستو لومړۍ برخه وه. په ټولیزه توگه دغه مرسته ۱۲۵ ميليون ډالرو ته رسيږي. د بهرنيو چارو د وزارت په حواله به باقي پاته ۶۰ ميليون ډالرو ورکړل شي.
«دا کومه جزا نه ده»
د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نويرت، په واشنگټن کې وويل چې دغه مرسته د تل له پاره له منځه نه ده وړل شوې. خو په دې اړه دقيقې ارزونې بايد وشي چې دغه مالي مرسته د کومو موخو له پاره کارول کيږي. سربيره پر دې نور هيوادونه هم بايد په د دې مرستو کې ډيره برخه پر غاړه واخلي. نوموړي وويل چې دلته هم بايد د ناټو د غړو هيوادونو په څير د بار عادلانه ویش موجود وي. دې زياته کړه چې امريکا دا گام د جزا د ورکړي په موخه نه دی اخيستی.
خو د فلسطنيانو استازو دا پريکړه په کلکه وغندله. د PLO يا د فلسطين د آزادۍ تنظيم سياستوالې حنان اشروي وويل چې امريکا متحد ايالات په دې گام سره له فلسطيني مهاجرو څخه د هغوی د زده کړې، ساتني او روغتيا حق اخلي. همدا راز د دغه سازمان مشر واصل ابو يوسف رويترز خبري آژانس ته وويل چې دا پريکړه تائیدوي چې امريکا د فلسطنيانو حقونه له منځه وړل غواړي.
امريکا متحدو ايالات په منځني ختيځ کې د فلسطيني مهاجرو د مرستې آژانس (UNRWA) ته تر ټولو زياته بسپنه ورکوي. ولسمشر دونالد ترمپ دوې اوونۍ دمخه گواښ کړی وو چې که چيري فلسطنيان له اسرائيلو سره د سولې خبرو اترو ته چمتو نه شي نو مرستې به پرې بندې کړي.
په غزه کي نوې جگړه د درو تنو اسرائيلي او يوه فلسطيني ځوان په وژنه پيل سوه. اسرائيلو اعلان کړی دی چي په غزه کي مځکني عمليات يې د حماس ډلي د تونلونو د له منځه وړلو له پاره پيل کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
په غزه کي نوې جگړه د درو تنو اسرائيلي او يوه فلسطيني ځوان په وژنه پيل سوه. اسرائيلو اعلان کړی دی چي په غزه کي مځکني عمليات يې د حماس ډلي د تونلونو د له منځه وړلو له پاره پيل کړي دي. په غزه کي کشف سوو تونلونو امنيتي کارپوهان حيران کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
په غزه کي د فلسطينيانو له نظره دغه تونلونه د دوی له پاره د يوه شاهرگ په توگه حياتي دي. خو اسرائيليان بيا دغه تونلونه د وسلو د قاچاق لاره بولي. په غزه کي د تونلونو دقيق شمېر معلوم نه دی، خو هغه څه چي معلوم دي هغه دا دي چي د غزه د اړتيا ډيره برخه د دغو تونلونو له لاري پوره کيږي.
انځور: Getty Images
په غزه کي نزدې يو ميليون وو ۸۰۰ زره فلسطينيان ژوند کوي، چي د اسرائيلو له خوا د پوځي ديوالونو، اغزنو سيمانو او کانگريټي ديوالونو په مرسته کلابند سوي دي. د فلسطينيانو د وتلو يوازنۍ لار د مصر په سرحد کي د رفح لاره وه چي دغه لار هم په ۲۰۰۷ کال د حماس له خوا د غزې تر نيولو وروسته بنده سوه.
انځور: picture-alliance/dpa
د رفح سرحد تر بندېدو وروسته له دباندي سره د غزې اوسېدونکو له پاره د ارتباط يوازنۍ لار دغه تونلونه دي، د دغو تونلونو په جوړولو کي ډيرو کارگرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Getty Images
د دغو تونلونو خولې په مخفي ځايونو او کورونو کي راخلاصي دي. هغه څوک چي غواړي له دغو تونلونو څخه گټه واخلي بايد پيسې ورکړي.
انځور: Getty Images
په غزې تراډه کي تر اوسه پوري څو واري جنگونه سوي دي. په غزه کي ورانی د دې سبب سوی دي چي د دغو تلونو له لاري نه يوازي د ورځنيو اړتياوو مواد، بلکي ساختماني مواد هم ولېږدول سي.
انځور: DW/T. Krämer
په غزه کي تونلونه له نزدې ۳۰ کلونو راهيسي فعال دي. په ۱۹۸۲ کال کي د مصر او اسرائيلو ترمنځ تر سولي وروسته د رفح ښار ووېشل سو. اوس رفح نيمي يې په مصر او نيم يې په غزه کي ده. له هغه وخته ارتباطی تونلونه فعال دي.
انځور: Getty Images
د غزې په تونلونو کي د وخت په تيرېدو سره د برق او تليفون امکانات ډېر سوي دي. دغه تونلونه نه يوازي د موادو د قاچاق له پاره کارول کيږي بلکي د اسرائيلو د عملياتو پر وخت د پټېدو ځايونه هم دي.
انځور: Getty Images
يوازي اسرائيل د تونلونو د ويجاړولو په تلاښ کي نه دی. مصر هم په خپله خوا کي له کلونو راهيسي د دغو تونلونو د نابودۍ تلاښونه کوي. د مصر له خوا د تونلونو ورانول حتی د مرسي په وخت کي چي له حماس سره نژدې اړيکي لري هم روان ول.
انځور: DW/S.Al Farra
د رفح د تونلونو ترڅنگ چي د قاچاق له پاره کارول کيږي، حماس د «عملياتو» نغمونه هم کښلي دي. دغه نغمونه د اسرائيلو خاوري ته ور وتلي دي او له هغو څخه د پوځي عملياتو پر مهال کار اخلي. په ۲۰۰۴ کال کي حماس ډلي دغه انځور له دغو چاودېدونکو موادو سره خپور کړ چي په يوه نغم کي وچاودل، په دغه چاودنه کي د اسرائيلو ۵ عسکر ووژل سول او لس نور سخت ټپيان سول.
انځور: Getty Images
نوو کشف سوو تونلونو وښوول چي ډېر په پرمختلي سيستم سره جوړ سوي دي. په دغه انځور کي په يوه کشف سوي تونل کي د اسرائيلو د دفاع وزير موشه جعلون، ښکاري.
انځور: picture-alliance/dpa
په دې وروستيو ورځو کي پر اسرائيلو باندي له دغو تونلونو څخه شپږ حملې ترسره سوي دي. په دغو يرغلونو کي د اسرائيلو ۱۱ عسکر او د حماس ۲۰ تنه جنگياليان وژل سوي دي.
انځور: picture alliance/landov
د اسرائيلو پوځ تر سه شنبې ورځي پوري ۴۵ تونلونه کشف کړي دي. له سپوږمکۍ څخه اخستل سوي انځورنه د تقريباً ۶۰ تونلونو اټکل کوي. دغه تونلونه نزدې پنځلس متره ژور کېندل سوي دي. د عملياتو په موخه جوړ سوي تونلونه د هواکښۍ سيستم هم لري او په ځينو تونلونو کي تر ۷۰ دالانونو او فرعي تونلونو پوري کشف سوي دي.
انځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images
د اسرائيلو پوځ په دغو تونلونو کي د اسرائيلي پوځ يونيفورم، د بې هوښۍ درمل، تناونه او پلسترونه موندلي دي. داسي ښکاري چي د حماس جنگيالي تر عملياتو وروسته دلته د څو ورځو له پاره پټه پاتېدل.
انځور: DAVID BUIMOVITCH/AFP/Getty Images
هغه څه چي د اسرائيلو پوځ يې حيران کړی دی، دا دی چي دوی تر اوسه پوري له دغه شان تونلونو څخه بې خبره ول.
انځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي دي چي په غزه کي به تر هغه وخته پوري پوځي عمليات روان وي، څو ټول تونلونه تخريب سوي نه وي. خو کار پوهان په دې اند دي چي د عملياتو تر ختمېدو وروسته به د دغه شان تونلونو په کېندلو بيا پيل وسي.