امريکا, په اروپا کي څو اډې تړي
۱۳۹۳ دی ۱۹, جمعه د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي په راتلونکو لسو کلونو کي به په اروپا کي نزدې ۱۳ اډې بيرته خپلو کوربه هيوادونو ته وسپاري. په دې سره «پينتاگون» غواړي چي له کاله ۵۰۰ ميليونه ډالره وسپموي.
دغه اډې به تر ډيره په بريتانيا کي وتړل سي. امريکا غواړي چي په بريتانيا کي د امريکايي لښکر د يوه ځانگړي ځواک او ټانکرو الوتکو له پاره د «Mildenhall» اډه بيرته بريتانيا ته وسپاري.
امريکا غواړي چي په آلمان کي هم خپلي اډې محدودي کړي. پينتاگون غواړي چي د دغه هيواد په ماينز کي د لوژيستيک اډه، په بايرين ايالت کي قرارگاه، په بادين ورتنبورگ کي ډيپو او په راين لند فلس کي هم قرارگاه وتړي. دغه راز به په کايزرس لاوترن کي د لښکر قرارگاه او د بايرن ايالت په گارميش پارتين کيرشه کي د توپخاني اډې ځيني برخي وتړل سي.
پر آلمان او بريتانيا سربيره په ايتاليا، بلجيم، هالنډ او پرتگال کي هم امريکايي اډې محدوديږي. خو دا په دې معنی نه ده چي گويا امريکا له اروپا څخه کرار کرار وځي.
د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل ويلي دي، چي واشنگټن له دې سره سره چي په اروپا کي يو شمېر اډې تړي بيا به هم هلته پياوړی حضور ولري.
په اروپا کي نزدې ۶۷۰۰۰ امريکايي عسکر مېشت دي، له دوی څخه به ئې ۶۰۰۰ له یوې اډې بلي ته تبديل سي. خو په اروپا کي به د امريکايي لښکر په شمېر کي کمښت نه راځي.
پنتاگون ويلي دي، چي دوی به نه يوازي سپما وکړي، بلکي پانگه ونه به هم وکړي. د امريکا کانگرس ۹۸۵ ميليونه ډالره د دې له پاره تصويب کړل چي په شرقي او مرکزي اروپا کي د ناټو د فعال حضور له پاره د بنسټيز کار زمينه برابره کړي.