1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په اسرايیلو کښي د خپلو وسلو ذخیره نوره هم ډيروي

۱۳۸۹ آبان ۲۱, جمعه

امريکا غواړي په اسراييلو کي د 400 ميلونو امريکايې ډالرو په اندازه وسلې او نظامي وسايل ذخیره کړي ، او دغه وسلې به په راتلونکو کلو کښي په اسراييلو کي امريکايې نظامي لاګرو ته انتقاليږي

انځور: Fotoagentur UNI

تر اوسه پوري د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو د يوه جنګي سالار په حيث ګټه نده اخيستې.

په تير يو نيم کال کښي نيتان ياهو د ايران د اټومي پروګرام په اړه د جنګي بيانو څخه ډډه کوله ، خو په تيرو ورځو کښي د امريکا څخه د ليدني پر وخت يې د کلکو خبرو څخه کار واخيستی. دی وايي،

«که چيري نړيوال متحدين د امريکا تر لارښووني او رهبرۍ لاندي د ايران اټومي پروګرام بيله نظامي وسايلو څخه درول غواړي، نو بيا دا بايد ايران ته په ښکاره ډول وويل سي چې دوی پوځي پيل ته تيار دي، پر ايران باندي بنديزونه ډيره ګټه نلري.

د ايران هستوي پروګرام بايد ودرول سي ، ځکه چي هغه په حقيقت کي هغه موږ ته يو لوی خطر دی.»

دقيقأپه همدغه مفهوم امريکا د خپل لوی انډيوال اسراييل سره چال چلند کوي. د يوې امريکايي پوځي مسلکي پاڼي«ډيفنس نيوز» په حواله، امريکا غواړي په اسراييلو کي د 400 ميلونو امريکايې ډالرو په اندازه وسلې او پوځي وسايل ذخیره کړي، او دغه وسلې به په راتلونکو کلو کښي په اسراييلو کي امريکايې پوځي لاګرو ته انتقاليږي.

تر اوسه پوري په اسراييلو کښي د امريکايې نظامي وسايلو ارزښت1,2 ميليارده ډالرو ته رسيږي. دغه وسلې به د جنګ په وخت کي يوازي د امريکايې پوځيانو په اختيار کي نه وي، بلکه د اسراييلي پوځيانو په اختيار کې به هم وي.

څلور کاله دمخه د لبنان ددوهمي جګړې پر مهال اسراييلو د امريکايې ذخيره وسلوڅخه کار واخيستی.

انځور: AP

اسراييلی ورځپاڼه هاريتڅ اټکل کوي چې د وسلوهغه برخي به ډيري سي، کومي چي د دقيقو وسلو په نامه ياديږي ، او د خاصو هدفو دپاره د هوايي بريدونو په مقابل کي ورڅخه کار اخيستل کيږي.

سِباستيان/ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب