1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کې د موازي حکومت مخالفت وکړ

۱۳۹۸ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ويلي چې په افغانستان کې د موازي حکومت د جوړولو سره مخالف دی. نوموړي د تويتر له لارې زياته کړې چې د سياسي اختلاف د هواري له پاره د زور کارول د منلو وړ خبره نه ده.

USA Washington | Anhörung von US-Außenminister Pompeo
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kaster

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو دا څرگندونې تر هغه وروسته وکړې چې پرون دوشنبه په کابل کې ولسمشر محمد اشرف غني او همدا راز عبدالله عبدلله په عين وخت کې د لوړې مراسم پر ځای کړل.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د دوشنبې په ورځ په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د دواړو ترمنځ د جوړ جاړي د رامنځته کولو هڅې کوي.

پومپيو همدا راز ويلي چې هغه په کابل کې د يوه موازي حکومت د رامنځته کیدو «سخت مخالفت» کوي. عبدالله عبدالله همدا د دوشنبې په ورځ د لوړې تر مراسمو سملاسي وروسته خپل مرستيالان د هغوی دفترونو ته وليږدول، مخکې  تر هغه چې غني د سه شنبې په ورځ خپل مرستيالان خپلو دفترونو ته واستوي.

په اعلاميه کې زياته شوې: «موږ د ولسمشر غني د هغه اعلان هرکلې کوو چې وايي د مارچ پر لسمه به د طالب بنديانو د آزادولو له پاره فرمان صادر کړي.»

پمپيو د «سياسي مخالفتونو د له منځه وړولو په موخه د هر ډول زور د کارولو» څخه خبرداری ورکړ. هغه همدا راز زياته کړې: «يو ټول شموله حکومت او متحده افغانستان ته لومړيتوب ورکول د افغانستان د راتلونکي په ځانگړي توگه په دې هېواد کې د سولې له پاره ډېر مهم دی.»

په همدې منځ کې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد هم د تويتر له لارې ويلي چې سره له دې چې تېره  اوونۍ  د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره يوه جوړ جاړي ته په رسېدو کې مرسته وکړي، اوس به هم په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

زلمي خليلزاد همدا راز د ولسمشر غني له خوا د بنديانو د آزادولو له پاره د فرمان د جاري کولو څخه هم هرکلی کړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل