1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا انتخابات: د ايران، روسيه او چين د مداخلې خبرداری

۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه

د امريکا د جاسوسۍ ضد ملي مرکزې ادارې مشر، د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د ايران، روسيې او چين له احتمالي مداخلې خبرداری ورکړ. يادې ادارې ويلي، دغه هيوادونه غواړي پر امريکايي رای اچونکو خپل اغيز واچوي.

Trump FBI Interim Director William Evanina
انځور: picture alliance/AP/Director of National Intelligence

د امريکا د جاسوسۍ ضد د ملي مرکزي ادارې مشر، ويليام اوانينا، د جمعې په ورځ (د اګست ۷مه) يوه اعلاميه خپره کړه چې په هغې کې يې ويلي دي، ايران، روسيه او چين د غلطو او جعلي معلوماتو په خپرولو سره غواړي امريکايي رای ورکونکي تر خپل تاثير لاندې راولي او دې سره د انتخاباتو د دموکراټيک بهير په اړه، د امريکايانو په منځ کې اختلافات، تفرقه او د بې اعتمادۍ فضا رامنځ ته کړي.

د متحده ايالاتو د دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي په خبره، روسيه په حاضر وخت کې هڅه کوي تر څو د دموکراټانو د نوماند، جو بايدن، اعتبار زیانمن او ضعيف کړي.

ويليام اوانينا ويلي روسيه غواړي جو بايدن بدنامه کړيانځور: picture-alliance/dpa/AP/M. Rourke

هغه ويلي دي، مسکو د دې نیت لري چې جو بايدن «بدنامه» کړي، ځکه د روسانو په باور، بايدن او د هغه تر څنګ ولاړ سياستوالان، «د امريکا، د روسيې حکومت ضد څانګې» خلک دي.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ هم په نيوجرسي کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل چې ايران، روسيه او چين ټول په دې تمه دي چې دی ماتې وخوري.

اوانينا ويلي دي، ايران په مجازۍ فضا کې د امريکا او دونالد ترمپ ضد جعلي او غلط معلومات خپروي چې موخه يې د ترمپ تضعيفول او د امريکايانو په منځ کې د بې باورۍ فضا رامنځ ته کول دي. پر وينا يې ايران ځکه پر دغه اقدام لاس پورې کوي چې د ترمپ د بريا په صورت کې به د ايران پر وړاندې د امريکا د فشارونو سياست خپل نهايي حد ته ورسيږي.

د امريکا امنيتي ارګانونو هم د ۲۰۱۹م کال په وروستيو کې د امريکا په انتخاباتو کې د ايران، روسيې او چين له مداخلې څخه د «بهرنيو عناصرو» په توګه خبر ورکړی وو. د امريکا د جمهوري رياست انتخابات د ۲۰۲۰م کال د نومبر په دريمه ترسره کيږي. دغو انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو له خوا دونالد ترمپ او د ډموکراټانو له خو جو بايډن نوماندان دي.

دویچه ويله ف/م.ک.ص./م.ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب