1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا په ټاکنو کي د کرزي د بريا مخه نيوله»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۲۱, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع د پخواني وزير رابرت کېټس په ياداښتونو کي راغلي دي چي په ۲۰۰۹ کال کي د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کي امریکا کوښښ کاوه چي د کرزي د انتخابېدو مخه ونيسي. خو سپيني ماڼۍ دا خبره رد کړې ده.

انځور: picture-alliance/dpa

د بريتانيا «ګاردن» ورځپاني د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۰) ليکلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع پخواني وزير رابرت ګېټس په خپلو خاطراتو کي ليکلي دي چي واشنګټن تلاښ کاوه په ۲۰۰۹ کال کي د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د جمهور رييس حامد کرزي د بريا مخنيوی وکړي.

د ګېټس خاطرات چي د يوه کتاب په بڼه چاپ سوي دي پکښي ادعا سوې ده چي د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي ريچارد هولبروک په دې هيله چي ټاکني دوهم وار ته وغځېږي د کرزي د سياسي مخالفانو ملاتړ کاوه.

په کتاب کي راغلي دي: «هولبروک ټول هغه څه چي امکان يې درلود وکړل، څو کرزی په ټاکنو کي ناکامه سي. هغه [هولبروک]‎ غوښتل چي په ټاکنو کي ډېر کسان ځانونه کانديد کړي، ترڅو د کرزي د ډيرو رايو د په لاس راوړلو مخنيوی وکړي او ټاکني دوهم وار تر سره سي.»

ګېټس ليکي چي په دوهم وار ټاکنو کي به هغه [کرزی] بريالی سوی نه وای.

په دغه کتاب کي دغه راز ادعا سوې ده چي ريچارد هولبروک د کرزي د مخالفانو د انتخابي مبارزو په کمپاينونو کي ګډون کاوه او هغوی ته يې لارښووني کولې.

افغان ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن سره د دوه اړخيز امنيتي تړون پر سر رابلل سوي مشورتي لويي جرګې په وروستۍ ورځ په خپله وينا کي وويل چي له بهرنيانو څخه غواړي چي په افغانستان کي د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکني په ښه توګه تر سره کړي «نه داسي لکه په ۲۰۰۹ کال کي چي يې ټاکني بدنامه کړې.»

خو د سپيني ماڼۍ يوه استازي کيتلين هايدن، د رابرت ګېټس په کتاب کي دغه ادعا رد کړې ده. هغه ويلي دي: «امريکا متحده ايالات د يوه باثباته افغانستان له جوړېدو سره علاقه لرله، چيري چي ريښتني ديموکراتيکي ټاکني ترسره کېدلې، نه له دې سره چي د يوه يا بل کانديد په بريا يا ناکامۍ کي مرسته وکړي.»

د افغانستان د ۲۰۰۹ کال د ولسمشر په ټاکنو کي د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ چي تر نورو کانديدانو يې ډيري رايي ګټلي وې دوهم واري د ټاکنو د ترسره کولو اعلان وسو.

خو د دوهم واري ټاکنو د ترسره کېدو دمخه عبدالله عبدالله اعلان وکړ چي هغه [ډاکټر عبدالله] تر ټاکنو تير سو، په دې توګه نو حامد کرزی د دوهم وار له پاره بيا د افغانستان ولسمشر سو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب