د امریکا حکومت غوښتنه کوي چي په راتلونکو ۳۰ ورځو کي دي د يمن په جنگ کي ټول ښکېل اړخونه اوربند وکړي او یو پر بل باندي دي حملې بندي کړي. ددې کار هدف له ټولو اړخونو سره د سولي مذاکرات دي.
د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزیر مایک پمپیو ویلي دي چي د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندي سیمو څخه دي پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو باندي د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند سي.
د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس هم په واشنگټن کي د یوې کنگرې پرمهال ویلي دي چي اوس د سولي راوستلو کوښښونه لازم دي: «موږ غواړو ټوله اړخونه د اوربند په چوکاټ کي د مذاکراتو پر میز سره ووینو». د ده په نظر سعودي عربستان او متحده عربي امارات چي د یمن په شخړه کي دخیل دي، دې کارته تیار دي.
متیس همدارنگه وویل، چي د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف هم باید په یمن کي پر ټولو ملکيانو باندي خپل هوايي بریدونه بند کړي.
پمپیو بیا ددې غوښتنه هم وکړه چي د ملگرو ملتو د ځانگړي استازي مارتین گریفیت په مشرتوب دي په نوامبر میاشت کي په یوه دریم هیواد کي اساسي مشورې پیل سي، ترڅو ددغه بحران پر اساسي مشکلاتو او په سرحدونو کي د غیر نظامي ساحو پر رامنځته کولو باندي معامله وسي. سربیره پردې باید پر دې باندي هم سلا مشورې وسي چي څنگه تر بين المللي نظارت لاندي درنې وسلې راټولي سي.
انځور: picture-alliance/dpa/SPA
څلور کاله کورنی جنگ
په یمن کي له ۲۰۱۴م کال راهیسي د ایران په ملاتړ د شیعه حوثي یاغیانو او د سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو په ملاتړ جمهوررئيس عبد ربه منصور هادي، تر منځ جنگونه روان دي. امريکا متحده ايالات د سعودي عربستان نژدې متحد دی.
انځور: picture-alliance/Photoshot/M. Mohammed
په دغه جنگ کي د ملگرو ملتونو د اټکلونو پراساس تر۲۸۰۰۰ اضافه انسانان وژل سوي دي چي په منځ کي یې تقریباً۱۰۰۰۰ ملکیان شامل دي. بشري حالت هم هلته ډیر خراب دی: ملگرو ملتونو همدا لږ وخت دمخه خبرداری ورکړی ؤ، چي تر ۱۴ ميلیونو پوري انسانان د لوږي له خطر سره مخامخ دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 23.01.2018)
په سلونو زره یمنیان د مرگ او لوږي له گواښ سره مخامخ دي. په میلیونو کسان په هیواد کي دننه د تیښتي په حال کي دي. د روزیق کورنۍ هم د بریدونو له امله مجبوره سوې چي خپل ټاټوبی پریږدي. هغوی اوس په کثافاتو ژوند پر مخ بیايي.
انځور: Reuters/A. Zeyad
په چټلیو کي د ژوندي پاته کیدو په هیله
د یمن په لویدیځ کي د حُدایده بندري ښار. آیا دا د ژوند کولو له پاره مناسب ځای دی؟ د روزیق د کورنۍ له پاره هو. د هغوی له پاره یوازي دا مهمه ده چي ژوندي پاته سي.
انځور: Reuters/A. Zeyad
په بې وزله کوډله کي د آرامۍ احساس
دلته د کورنۍ ۱۸ غړي د هیواد په شمال لویدیځ کي پروت خپل ټاټوبي په پرتله ځانونه ډاډمن احساسوي. دا ځکه چي هلته د سعودي عربستان په مشرتوب جنگي الوتکو له خوا بمبارۍ کیږي.
انځور: Reuters/A. Zeyad
له کثافاتو څخه خوراک
د روزیق د کورنۍ سباناری. یو څه وچه ډوډۍ، پټاټې او دولمه یې مرچ. هغه څه چي په دیگ کي پخیږي، په ډیر زحمت یې له کثافاتو راټول کړي دي.
انځور: Reuters/A. Zeyad
په جگړه کي ماشومتوب
ایوب محمد روزیق یوولس کلن دی. د خوراکي توکو ترڅنگ هغه پلاستیکي بوتلان هم راټولوي تر څو د لږو پیسو په بدل کي یې خرڅ کړي.
انځور: Reuters/A. Zeyad
د ژوندي پاته کیدو برخه
د روزیق کورنۍ هغه څه چي په کثافاتو کي پیدا کوي، په یوه له کاره لویدلي یخچال کي ساتي.
انځور: Reuters/A. Zeyad
د خدای په توکل
محمد روزیق د کورنۍ پلار دی. دغه ۶۷ کلن وایی چي هغه د خارجیانو مرسته نه غواړي. هغه وايي «موږ یوازي دا غواړو چي جگړه پای ته ورسیږي. یوازي دغه ناورین ختم سي. خدای مهربان او روزي رسان دی.»
انځور: Reuters/A. Zeyad
په وږي نس خوب
د روزیق کورنۍ په خپله بې وزله کوډله کي تر پلاستیکي چت لاندي پر کارتنونو یا ټوکره یې زانگو گانو کي بیدیږي. په خاص ډول د یمني کوچنیانو له پاره دغه ډول حالت ډیر سخت دی. د هغوی دوه میلیونه له سؤتغذي سره مخامخ دي.
انځور: Reuters/A. Zeyad
ددغه ناورین پای نه ترسترگو کیږي
یوولس کلن ایوب محمد د لمر تر لویدو پوري د کثافاتو په راټولولو اخته دی. یمن ته بشري مرستي نه رسیږي. بندرونه او هوايي ډگرونه اوس هم د سعودي عربستان په مشرۍ نظامي ائتلاف له خوا تر محاصرې لاندي او تړلي دي.