1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي استازي له جرمني سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له یو شمېر جرمني چارواکو سره د طالبانو د وروستیو پرېکړو او د پایلو په اړه خبرې کړي دي. وېسټ تر دې مخکې اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر دې موضوع خبرې کړې وې.

Norwegen Oslo | Thomas West, US-Sonderbeauftragter Afghanistan
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB//AFP/Getty Images

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په برلین کې یې له یو شمېر جرمني چارواکو سره په دې اړه سلا مشورې کړې چې څنګه افغانستان کې ښځې د کار لپاره  بیا راستنې سي او د هغوی ملاتړ وکړي او د دغه هېواد له خلکو سره حیاتي مرستې ترسره کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو استازې رینا امیري پر ښځو او نجونو د طالبانو د نویو بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان له هر ډول بندیزونو سره چې دوی یې لګوي، د نړیوالې ټولنې څخه نور هم لرې کېږي.

اړوند:«د طالبانو په رسميت پېژندل د ميز پر سر نه دي»

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ، طالبانو په یوه نوي فرمان کې خصوصي پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو د نوم لیکنې او د کانکور ازموینو پر اخیستلو بندیز ولګاوه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جنورۍ په ۲۹مه پاکستان، جرمني او سویس ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړ چې د بشري مرستو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې وکړي.

اړوند:اروپایي اتحادیه: په افغانستان کې په درو د خلکو وهل «غیر انساني» کار دی

نوموړي پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوی درستیز عاصم منیر، د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکي اسد خان سره د ترهګرۍ، په سیمه کې د امنیت او د افغان ښځو پر وضعیت خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی د دغو سفرونو په دوام کې به سویس ته لاړ شي.

آیا د نجونو پر مخ به تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي؟

29:30

This browser does not support the video element.

ژباړه: صفت الله زاهدي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل