په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال نیکلسن او د ۲۰۱۶م کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د «پریکړنده ملاتړ ماموریت» مشر اوس باید په هر څه ښه خبر شوی وي.
په ۲۰۱۴م کال کې د جنرال نیکلسن ځای ناستي جنرال جان کمپبل ویلي ول چې ده هم په افغانستان کې بدلون لیدلی دی. په ۲۰۱۳م کال کې امریکايي جنرال جنرال جوزیف ایف. دا نفورد هم د جګړې د بریا خبره کړې وه. تر هغه پخواني امریکايي جنرال جان الن هم اعلان کړی وو چې «موږ د بري په حال کې یوو او موږ یې ګټو.» تر نوموړي وړاندې په ۲۰۱۱م کال کې جنرال دیوید پتریس ویلي ول چې امریکايي ځواکونو د طالبانو پرمختګ پر شا کړی دی. بل لوري ته بیا په ۲۰۱۰م کال کې جنرال ستانلي مک کریستل فکر کاوه چې بریا لا هم د لاسته راوړلو وړ ده او په ۲۰۰۹م کال کې جنرال دیوید مک کیرنن د وضعیت د لیدلو په پایله کې ویلي ول چې امریکا متحد ایالات په افغانستان کې جګړه نه بایلي. دغه لړۍ همداسې روانه ده او ان هغه وخت ته رسیږي کله چې په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا په مشرتوب نړیوال ائتلاف د طالبانو رژیم را نسکور کړ.
ګوسمن په خپله دې مقاله کې لیکي چې امریکايي قوماندانان به حقیقت هغه وخت ښه درک کړي چې دوی د ننګرهار ولایت ملکي روغتون کې ډیر وخت تیر کړي، لکه څرنګه چې هغې د تیرکال په دسمبر میاشت کې په دې روغتون کې وخت تیر کړ. د نوموړې په حواله هغې په دې روغتون کې د هوايي بریدونو او بې پیلوټه الوتکو له قربانیانو سره مرکې کړي دي. نوموړې لیکلي دي چې په دې قربانیانو کې یو ۱۵ کلن هلک هم شامل دی چې دواړه پښې یې وروسته له هغې قطع شوي چې د افغان ځواکونو یوې چورلکې د دوی پر موټر چې د کورنۍ غړي یې پکې سپاره ول او یوې جنازې ته روان ول، ډزې وکړې او په پایله کې یې د هغه ترور ووژل شوه او درې تنه نور پکې ټپیان شول.
په دې ټوله کیسه کې بیا یو بل حقیقت هم ورک دی او هغه دا چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې دغې جګړې ۲۸ زره او ۲۹۱ قربانیان اخیستي او شاوخوا ۵۲ زره او ۳۶۶ یې بیا ټپیان پر ځای پریښي دي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې دا هغه شمیرې دي چې دوی یې تائیدولی شي، په داسې حال کې چې حقیقي شمیرې ښايي تر دې هم لوړې وي. د دې تلفاتو د ۷۰ سلنې مسئولیت پر وسله والو طالبانو اچول کیږي او د پاتې نورو تلفاتو مسئولیت بیا پر افغان امنيتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه پر امریکايي ځواکونو اچول کیږي.
ګوسمن په خپله دې مقاله کې همدا راز لیکلي دي چې د کابل ښار له اوسیدونکو سره چې هغې مرکې او خبرې کړي، هغوی ورته ویلي دي چې دوی ټول تل په دې ویره کې دي چې د یاغیانو په بل ځانمرګی برید به د دوی د کورنۍ غړي ووژل شي. ځینو بیا د وروستیو بریدونو په پایله کې په روغتونونو کې د خپلو خپلوانو د لټولو دردوونکې کیسې کولې. په ورته وخت کې، په هرات او ننګرهار کې ځینو افغانانو هغې ته ویلي دي چې دوی تل په دې ویره کې وي چې کوم هوايي برید به یې ژوند واخلي. د دغو ولایتونو خلکو له ګوسمن څخه پوښتلي چې ولې دوی [افغان او بهرني ځواکونه] تر بمبار مخکي دا نه ویني چې په دوی کې میرمنې او ماشومان هم موجود دي؟
بل لوري ته بیا په هلمند کې تر یوه وروستي ځانمرګي برید وروسته، هلمندیانو په دې ولایت کې یو خوځښت رامنځ ته کړی او د جګړې له دواړو اړخونو د سولې او د وژنې د بندولو غوښتنه کوي، له دې سره سم د افغانستان په ځینو نورو برخو کې هم دې ته ورته لاریونونه او غونډې شوي دي.
په عین وخت کې بيا امریکايي چارواکي د بریا خبري کوي. د بیلګې په توګه په یو لړ تازه پوځي عملیاتو کې د طالبانو پخوانی غړی قاري حکمت چې په دې وروستیو کې یې له داعش ترهګرې ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی وو، د افغانستان په شمال کې ووژل شو. د امریکايي ځواکونو هوايي عملیاتو بیا دغه هیواد له داعش سره له تړلو ډلو پاک کړی نه دی او نه یې هم وسله وال طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي دي. د دې پرځای دغه څه، د یوه تقابلي عمل له پاره دروازې پرانیستلي چې له امله یې ښاري سیمې ډیر ځله د ترهګریزو فعالیتونو ښکار ګرځیدلې دي، هغه څه چې امریکايي چارواکي یې هم تائیدوي.
د مقالې د لیکونکې په باور، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان به د افغانانو په منځ کې هغه وخت ډیر اعتبار ترلاسه کړي چې نوموړی د په فساد ککړو پولیسو له قوماندانانو او له ملیشه ځواکونو او جنګ سالارانو سره خپلې اړیکې پرې کړي. د دې ترڅنګ که چیري دوی د ملکي تلفاتو د کمښت په موخه اساسي او ښه اقدامات عملي کړي او د ملکي تلفاتو پرمهال مناسب جبران او مسئولیت ومني، دغه به هغه حقیقي بدلون وي چې افغانان به یې هرکلی وکړي.
زموږ له آرشیف څخه:
افغانستان: ژوند په جګړه کي
د ايراني عکاس مجيد سعيدي عکسونه ښيي چي په افغانستان کي پر خلکو باندي څه تير سوي دي. په دغو عکسونو کي هرڅه له ورايه ښکاري، په ځانگړې توگه څېرو کي.
انځور: Majid Saeedi
د نانځکي پر ځای مصنوعي اعضا
د پلازمېني کابل په سويل کي دوې کوچنۍ انجوني د نانځکو پر ځای له مصنوعي لاس سره بازۍ کوي. دغه په ايران کي د رالوی سوي عکاس مجد سعيدي له خوا د اخيستل سوو انځورونو څخه يو دی.
انځور: Majid Saeedi
بهترين عکاس
مجيد سعيدي ۱۶ کلن وو چي په عکس اخيستلو يې پېل وکړ. د هغه د انځور اخيستلو مقصد د خبرونو تر شا د هغو کسانو ژوند ښوول دی چي زياتره وخت د سختو کړاؤنو سره مخامخ سوي وي. سعيدي د خپل هنر په برخه کي يو شمېر جايزې تر لاسه کړي دي. په دغو کي نوموړي د ۲۰۱۳ کال د «ورلډ پريس فوټو اېوارډ» په سياليو کي د افغانستان د انځورونو په برخه کي دوهم مقام تر لاسه کړ.
انځور: Majid Saeedi
د اظهاراتو ډکي ماشومي څېرې
د افغانستان د انځورونو په يوه بشپړه لړۍ کي ماشومان انځور سوي دي. د بېلګي په توګه په دغه انځور کي يو افغان کوچنی ښوول کيږي چي د ماين په چاودنه کي يې خپل دواړه بازوګان له لاسه ورکړي دي.
انځور: Majid Saeedi
ښکاره ټپونه
نه يوازي خلک، د هغوی د څهرې يا د درېدو اظهارات د افغانستان د جګړې داستان بيانوي. بلکي زياتي ودانۍ هم د دغه هيواد د جګړې کيسې کوي. په دغو کي ګڼ شمېر تر بنياده بوري نړېدلي ودانۍ شاملي دي.
انځور: Majid Saeedi
مخ په مخ متضاد
د ښکلي منظرې په مينځ کي د جګړې د ټپونو انځور: د وېرونکي او زړه وړونکي تر منځ د اختلاف او د هغوی مخامخ کېدل د مجد سعيدي د هنري کار يوه موضوع ده.
انځور: Majid Saeedi
بل ته اړ ماشومان
په افغانستان کي د مخدره موادو معتادي يوه لويه ستونزه ده. په دغه هيواد کي د نړۍ ۹۰ فيصده کوکنار کرل کيږي. له همدې کبله په دغه هيواد کي د معتادينو شمېر هم ډېر دی. په دقيقه توګه داسي شمېرې نسته چي په افغانستان کي د ماشوم معتادينو شمېر وښيي. خو د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي په دغه هيواد کي تر ۳۰۰۰۰۰ پوري کمکي ځوانان او کوچنيان معتاد دي.
انځور: Majid Saeedi
د پوليسو مارش
د سهار وختي نظامي تمرينونه: د کابل د پوليسو په اکاډمۍ کي پوليس په قطار ولاړ دي. آلمان له لسو کالو راهيسي د افغان پوليسو په روزنه کي مرسته کوي. د دغه کار موخه تر ۲۰۱۴ کال پوري و قانوني دولتدارۍ ته د ژمنو پوليسو په ډګر کي د افغانستان خودکفا کول دي. په دې هکله شکونه موجود دي چي دغه موخه پوره سوې ده.
انځور: Majid Saeedi
افغاني ښوونه
دغه هلک د درد څخه په ډکه څېره له خپل ديني ښوونکي څخه جزا ويني. په افغانستان کي د ښووني او روزني يو پياوړی نظام موجود نه دی. زيات کوچنيان يا خو له سره ښوونځي ته نه ځي او يا د خپلي کورنۍ له پاره د پيسو پيدا کولو په ترڅ کي ډېر ژر له مکتب څخه وځي.
انځور: Majid Saeedi
له تعليمه بې برخي
له ۱۹۷۹ کال راهيسي رواني جګړې د افغانستان پر تعليمي نظام سختي منفي اغېزې کړي دي. د ۲۰۱۱ کال په دوبي کي د آلمان حکومت د افغانستان په هکله وېرونکي شمېري خپرې کړې. د دغو له مخي په افغانسان کي ۷۲ فيصده نارينه او ۹۳ فيصده ښځي له ښوونځي څخه د فراغت بری ليک نه لري. په ټوليزه توګه د بې سواده افغانانو شمېره تر ۷۰ سلنه لوړه ياده سوې ده.
انځور: Majid Saeedi
برقعه او باربي نانځکه
له افغان ښځو سره مرسته: د ماليزيا د يوې غېر دولتي مؤسسې په ورکشاپ کي و افغانو ښځو ته د نانځکو جوړولو روزنه ورکول کيږي. د دغه کورس په هره دوره کي ۸۰ ښځي په دې هيله برخه اخلي چي يو وخت به خپل د ژوند له پاره پخپله روزګار برابر کړي.
انځور: Majid Saeedi
غچ د بن لادن له پاره
په کندهار کي د وسله والو طالبانو تر يو بريد وروسته د ژوبل سوو حال. د ۲۰۱۳ کال د می مياشتي په دغه بريد کي څلور انسانان ووژل سول او ۳۶ نور ټپيان سول.
انځور: Majid Saeedi
د بندي ښکلا ارمان
وزن پورته کوونکی يو افغان ورزشکار تر سيالۍ وروسته. دغه ورزش په افغانستان کي زيات مينه وال لري.
انځور: Majid Saeedi
حاصلات په خرابو کي
پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد له يرغل څخه نيولې بيا د ايساف تر ماموريت پوري د ۳۰ کالو جګړې د افغانستان پر مځکه نخښي پرې ايښي دي. داسي نخښي چي افغانان هره ورځ ورسره مخامخ کيږي او پکښي ژوند کوي. د بېلګي په توګه دغه کښتګر خپل حاصلات د شوروي د يرغل د وختو پر يو زره پوښ باروي.
انځور: Majid Saeedi
لازمي مضمون قرآن
د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کي د مدرسې شاګردان د قرآن د زدکړي پر وخت.
انځور: Majid Saeedi
محبوبه ننداره
په عامه محضر کي د حيواناتو جنګول د افغانستان په ټولنه کي زړه سابقه لري. په ټول هيواد کي د ګڼ شمېر تماشه چيانو په مخکي د بېلګي په توګه د چرګانو او يا لکه په دغه انځور کي د سپيانو جنګول تر سره کيږي.