1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان وايي تسلیم شوي داعشیان جنګي زندانیان دي»

۱۳۹۷ مرداد ۱۸, پنجشنبه

یوه جګپوړي امریکایي جنرال ویلي دي چې افغانستان، امریکا متحده ایالاتو ته ویلي دي چې تیره اونۍ په جوزجان کې د داعش ډلي تسلیم شوي جنګیالي میلمانه نه بلکې د جګړې زندانیان دي. په لومړي سر کې د دغو جنګیالیو تود هرکلی شوی وو.

IS-Kämpfer ergeben sich in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AA/F. Amini

په داسې حال کې چې د لویدیځ له ملاتړه برخمن د کابل پر حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو پر برخه کې فشارونه مخ پر ډیریدو دي، امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د تندلارې ډلې اسلامي دولت یا داعش ډلې څانګه چې وحشت له لارې مشهوره شوې، د سولې او پخلاینې د خبرو برخه نه ده.

خو د دې ټولو سربیره تیره اونۍ په افغانستان کې د یوه والي دفتر د داعش ډلې تسلیم شوو جنګیالیو ته د بخښنې د امکان خبره وکړه. په دې تسلیم شوو جنګیالیو کې د یادې ډلې دوه جګپوړي قوماندانان هم شامل دي چې له طالبانو سره تر سختې جګړې وروسته یې له خپلو جنګیالیو سره یوځای، ځانونه حکومتي ځواکونو ته تسلیم کړل.

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف وتیل، په پېنتاګون کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل: «د افغانستان حکومت موږ ته ډاډ راکړی دی چې د داعش د خراسان ډلې له دغو جنګیالیو سره به د جنګي زندانیانو په څیر برخورد وشي.» وتیل په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې ښايي له دغو جنګیالیو پلټنې وشي او دوی به د ترسره شوو جنګي جرمونو له پاره مسوول وګڼل شي.

د رویټرز خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې ویلي دي چې په جوزجان ولایت کې چیرته چې دغه جنګیالي حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي، ګڼ شمیر ځايي اوسیدونکي د داعش د ډلې د جنایتونو له امله خپلو سیمو او کورنو پریښودو ته مجبوره شوي دي. په عین وخت کې ځینې داسې پیښې هم رابرسیره شوي دي چې یادې ډلې میرمنې او پیغلې نجونې له ځانه سره بیولي، پر دوی یې جنسي تیری کړی او په ځینو مواردو کې یې وژلي هم دي.

جنرال جوزیف فویتل د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان دی. انځور: آرشیفانځور: picture alliance/AP Photo/M.B.Ceneta

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د تکتیک د یوې بلې بیلګې په توګه، دغې ډلې د پکتیا په ولایت کې د شیعه مذهبو مسلمانانو پر یوه جومات باندې د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی. په دغه پیښه کې ۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه  ورکړ او شا او خوا ۸۰ تنه نور پکې ټپیان شول.

په داسې حال کې چې د امریکا له ملاتړه برخمن افغان ځواکونو پر افغان یاغیانو باندې فشارونه ډیر کړي، په کابل کې مرکزي حکومت بیا له خپل اصلي دښمن یعنې له طالبانو سره د سولې هڅې هم پیل کړي دي. کابل ان د تیر کوچني اختر په ورځو کې له طالبانو سره د درې ورځني اوربند شاهد وو چې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر طالب جنګیالي له افغان سرتیرو او عامو خلکو سره ګډ ولیدل شول.

انځور: picture-alliance/AA/F. Amini

په لومړي سر کې افغان چارواکو هیله څرګنده کړې وه چې د اسلامي دولت ډلې له دغو تسلیم شوو جنګیالیو سره ښه چلند به د یادې ډلې نور جنګیالي هم دې ته وهڅوي څو ځانونه حکومت ته تسلیم کړي. خو ویتل په دې برخه کې وویل چې دغه څه بیا د کابل د مرکزي حکومت او د امریکا متحده ایالاتو کړنلاره نه وه.

که څه هم واشنګټن له طالبانو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د توافق غوښتونکی دی، خو ویتل وايي چې د داعش ډلې پر وړاندې د افغان حکومت او متحده ایالاتو دریځ روښانه دی: «موږ ټولو توافق کړی چې دا [داعش] داسې یو سازمان دی چې باید له منځه یوړل شي.» د هغه به خبره له نیول شوو جنګیالیو به تحقیقات وشي او د هر جنګي جرم له مرتکب به سره حساب کتاب وشي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب