1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي رسنۍ: پنس د سلیماني په هکله ناسم معلومات وړاندې کړي

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

په عراق کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د سلیمانې تر وژل کیدو وروسته، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې سلیماني افغانستان ته د سپتمبر د ۱۱ ترهګریز برید له پاره د څو ترهګرو په انتقال کې مرسته کړې وه.

Irak | US-Vize Mike Pence auf Überraschungsbesuch im Irak
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/A. Harnik

په امریکا متحده ایالاتو کې رسنیو د قاسم سلیماني تر مرګ وروسته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس ټویټري پیغامونه ناسم بللي دي. د تیرې جمعې په ورځ مایک پنس د ټویټر پر خپله پاڼه لیکلي وو چې قاسم سلیماني افغانستان ته د ۱۲ هغو ترهګرو له ډلې څخه د ۱۰ ترهګرو په تګ کې مرسته کړې وه چې بیا وروسته یې په امریکا متحده ایالاتو کې د سپتمبر میاشتې د ۱۱ نیټې ترهګریز بریدونه وکړل.

وروسته له هغې چې پر ټویټر باندې د پنس هغو څرګندونو ته غبرګونونه راوپاریدل چې د سپتمبر د ۱۱مې نیټې بریدونه ۱۲ ترهګرو نه بلکې ۱۹ ترهګرو ترسره کړې، د مایک پنس ویاندې کایټیا والدمن وویل چې پنس په مشخصه توګه هغو ترهګرو ته اشاره کړې چې افغانستان ته داخل شوي وو. نوموړې اضافه کړه چې له دې ۱۲ تنو څخه له ۱۱ تنو سره سلیماني مرسته کړې وه.

د نیویارک ټایمز په نامه یوې امریکايي ورځپاڼې بیا ویلي چې د سپتمبر د ۱۱ د ترهګریزو بریدونو د کمیسیون په ۵۸۵ پاڼیزه رپوټ کې د قاسم سلیماني نوم چې تر مرګ وړاندې د ایران د انقلابي ځواکونو د بهرنیو ماموریتونو یا القدس ځواکونو مشري یې پر غاړه درلوده، نه دی ذکر شوی.

انځور: picture-alliance/dpa

نیویارک ټایمز لیکلي چې د کمیسیون په دغه رپوټ کې راغلي چې د سپتمبر د ۱۱ ترهګریزو بریدونو څخه وړاندې افغانستان د ترهګرو په انتقال کې د ایران د همکارۍ د احتمال یادونه شوې خو زیاتوي چې کمیسیون په خپل رپوټ کې ویلي چې داسې کوم شواهد یې نه دي موندلي چې ګواکې ایران او یا حزب الله د القاعده شبکې د دغو عملیاتو په هکله معلومات درلودل.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د ټویټونو په دغه لړۍ کې همدا راز ویلي چې قاسم سلیماني په افغانستان کې طالبانو ته د ایران د انقلابي ځواکونو مالي، لوژیستیکي او پوځي ملاتړ څاره او پر ائتلافي ځواکونو باندې یې د بریدونو په برخه کې مرسته کوله. مایک پنس په دغو ټویټونو کې همدا راز ویلي چې سلیماني په یمن، ترکیه او کینیا کې هم ورته ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل