1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي سناتور زاکربرګ ته:«فیسبوک خلک وژني»

۱۴۰۲ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زاکربرګ په ګډون د نړۍ د سترو ډیجیټلي شبکو چارواکي، د امریکا په سنا مجلس کې له دې امله چې دغه شبکې تنکیو ځوانانو ته زیان رسوي، له سختو پوښتنو سره مخامخ شول.

USA, Washington | Mark Zuckerberg bei einer Anhörung des Senat Justizausschusses
د زاکربرګ تر څنګ، د ټیک ټاک شبکې مدیر، شو زي چو، هم د دغې غونډې له پاره واشنګټن ته غوښتل شوی وه. انځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

د امریکاد مشرانو جرګې په یوه غیر عادي استماعیه غونډه کې د فیسبوک بنسټګر مارک زاکربرګ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۳۱مه) له هغو کورنیو بخښنه وغوښته چې ماشومان یې د میټا شرکت د شبکو په کارولو سره زیانمن شوي دي.

هغه دا څرګندونې هغه مهال وکړې کله چې د متحده ایالاتو یوه سناتور دغه پانګوال د ناغوښتل شويو محصولاتو په جوړولو چې «خلک وژني» تورن کړ.

زاکربرګ د زیان لیدونکو ماشومانو کورنیو ته چې یو شمیر یې د خپلو ماشومانو انځورونو سره دې غونډې ته بلل شوي ول، وویل: «زه د هر هغه څه له پاره بخښنه غواړم چې تاسو ورسره مخ شوي یاست. هیڅوک باید هغه څه تجربه نه کړي چې ستاسې کورنۍ ورسره مخ شوې دي.»

دغه غونډه د امریکا متحده ایالاتو د مشرانو جرګې یا سنا په قضايي کمېټه کې «د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه او له ماشومانو د انلاین جنسي استفادي کړکیچ» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه چې د لویو شرکتونو له اجرایوي رییسانو څخه امریکايي سناتورانو خوا سختې پوښتنې وکړې.

د دې غونډې د تر سره کېدو لامل ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته د دې شبکو د زيانونو په اړه د خلکو شکايتونه دي. د ماشومانو د حقونو پلویانو او سناتورانو په وینا، جنسي ناوړه ګټه اخیستنه، د اعتیاد ځانګړتیاوې، ځان وژنې، د خوړو اختلالات، د غیر حقیقي ښکلا معیارونو ته وده ورکول او آزار او اذیت هغه مسایل دي چې ماشومان او د ټولنیزو شبکو ځوان کاروونکي ورسره مخ دي.

په انترنت باندی اخته تنکي ځوانان

02:58

This browser does not support the video element.

د زاکربرګ تر څنګ، د ټیک ټاک شبکې مدیر، شو زي چو، هم د دغې غونډې له پاره واشنګټن ته غوښتل شوی وه.

همدارنګه ایوان شپیګل، د سنپ چټ بنسټ ایښودونکي، جیسن سیټرون، د ډیسکارډ اجرایوي رییس، او لیندا یاکارینو، د ایکس شبکې مشر (پخوانی ټویټر) مشران هم یادې غونډې ته غوښتل شوي ول.

سناتورانو ستر ډیجیټلي شبکې ملامتې کړې

د متحده ایالاتو د سنا د قضایي کمیټې رییس ډیک دوربین، د پرانیستې په خپله وینا کې وویل چې د ټیکنالوژۍ شرکتونه «د ډیری خطرونو له پاره مسؤل دي، هغه چې زموږ ماشومان ورسره په انلاین بڼه مخ دي.»

دغه سناتور وویل، دغو شرکتونو په خپلو طراحیو کې ماشومان له خطر سره مخ کړي، د خوندیتوب او د مقرراتو د څار په برخه کې په سمه توګه پانګونه نه کوي.

سناتور لینډسي ګراهام وویل: «ښاغلي زاکربرګ، تاسو او هغه شرکتونه چې له موږ سره دي، زه پوهیږم چې تاسو دا نه غوښتل، خو ستاسې لاسونه په وینو ککړ دي، تاسې داسې تولیدات لرئ چې خلک وژني.»

زاکربرګ سناتورانو ته وویل چې: «د انټرنېټ له پیله د ماشومانو آنلاین خوندي ساتل یوه ننګونه وه، او لکه څنګه چې د جنایي ډلو طریقې توپیر کوي، نو زموږ دفاع هم باید بشپړه وي.»

هغه زياته کړه، چې د څېړنو له مخې که ټولنيزو شبکو کې «تعادل» وساتل شي، نو د ځوانانو ذهني روغتيا ته زيان نه رسوي.

شرکتونو ژمنه کړې چې په آنلاین امنیت کې پانګونه کوي

د ټیک ټاک اجرایوي رئیس په دې ناسته کې امریکايي سناتورانو ته وویل: «د دریو ماشومانو د پلار په توګه، زه پوهیږم په کومو موضوعاتو چې موږ نن بحث کوو ویرونکی او د هرې کورنۍ له پاره یو وحشتناکه خوب دی.»

شو زي چو، زیاته کړه چې شرکت یې پلان لري د خوندیتوب او امنیتپه برخه کې له ۲ میلیاردو ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي: «یوازې سږ کال موږ شاوخوا ۴۰ زره د خوندیتوب ځانګړي کارمندان لرو چې پدې برخه کې کار کوي.»

د میټا شرکت مشر هم وویل چې دوی هم ۴۰ زره کارکوونکي د آنلاین خوندیتوب په برخه کې ګمارلي، او له ۲۰۱۶ راهیسې، د دغه شرکت د شبکو د خوندیتوب له پاره له  ۲۰ میلیاردو ډالرو څخه ډیر مصرف شوی دی.

میټا، چې د نړۍ د مخکښو ټولنیزو شبکو فیسبوک او انسټاګرام مالکیت لري، ویلي چې دوئ به د نامعلومو کاروونکو مستقیم پیغامونه ځوانانو ته بند کړي.

سربیره پردې، میټا شرکت ویلي چې په انسټاګرام او فیسبوک کې به د تنکیو ځوانانو له پاره د منځپانګې محدودیتونه سخت کړي. د بیلګې په توګه، د ځان وژنې، ځان ته د زیان رسونې او د خوړو اختلالونو په اړه پوسټونو ته به د ځوانانو لاس رسی سخت کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب