1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سوریې په مرسته د داعش د وسلو زېرمې له منځه وړي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ آذر ۱۰, دوشنبه

امریکايي ځواکونو اعلان کړی دی چې د سوریې د مؤقت حکومت په مرسته یې ددغه هیواد په جنوب کې په داعش پورې مربوط د مهماتو څو زېرمې ویجاړې کړي دي.

د سوریې د امریکا د پوځ CH-47 چینوک هلیکوپټر
امریکايي ځواکونو اعلان کړی چې د سوریې د مؤقت حکومت په مرسته یې په داعش پورې مربوط د مهماتو څو زېرمې ویجاړې کړي.انځور: John Moore/Getty Images

 په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتود پوځ د ځواکونو قوماندې، سنتکام، د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال  د نوامبر ۳۰ مه) خبر ورکړ چې په دغو عملیاتو کې د توغندیو، هاوانونو، د ټانک ضد ماینونو او تجهیزاتو په شمول، د وسلو د ساتل کیدو څه د پاسه ۱۵ ځایونه کشف او له منځه وړل سوي دي.

دغه عملیات چې د دمشق د ریف په ولایت کې د نوامبر له ۲۴ مې څخه تر ۲۷ مې پورې ترسره سوي دي، د واشنگټن او احمد شرع د حکومت ترمنځ د همکاریو یوه برخه ده؛ داسي یو حکومت چې د بشارالاسد له راپرځیدو او په سوریه کې د قدرات د توازن له بدلون وروسته یې، امریکا متحده ایالاتو ته د نیژدې کیدو او له اسلامي جمهوریت څخه د واټن نیولو لار انتخاب کړې ده.

د سنتکام د اعلامیې له مخې، دغه اقدام د وروستیو امنیتي هوکړو په ادامې ترسره سوی او له هوايي بریدونو او مځکینو چاودنو سره مل و.

دوې اونۍ مخکې هم د ډونالډ ترمپ ځانگړي استازي ویلي و چې د احمد شرع حکومت به "د وسله والو ډلو لکه داعش، سپاه پاسداران، حماس او حزب الله" سره د مبارزې په وړاندې لا مهم نقش پر غاړه واخلي.

سوریه د نوامبر میاشتې له نیمايي څخه د امریکا په مشرتابه د داعش ضد ائتلاف سره یو ځای سوه، داسې یو اقدام چې په سپینه ماڼۍ کې له ترمپ سره د احمد شرع له تاریخي لیدنې کتنې سره سم رامنځته سو.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب