1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي ځواکونو د حوثي یاغیانو پر اهدافو حملې کړي

۱۴۰۳ آبان ۲۰, یکشنبه

امریکا متحده ایالاتو ویلي چې په یمن کې ېې د حوثي یاغیانو چې ایران له خوا ېې ملاتړ کیږي، پر اهدافو حملې کړي دي. د یمن د تبعید شوي حکومت یو عسکر د پوځي تمریناتو پر مهال د سعودي عربستان دوه ځواکونه په ډزو وژلي.

آرشیف - په یمن کې جګړه
د امریکا دفاع وزارت ويلي دی چې په یمن کې د حوثی یاغیانو پر ضد د دوی په حملو کې د «پرمختللو وسلو زېرمې» په نخښه شوي ديانځور: Osamah Abdulrahman/AP Photo/picture alliance

د امریکا دفاع وزارت ويلي دی چې په دغو حملو کې د «پرمختللو وسلو زېرمې» په نخښه شوي دي.

د امریکايي متحده ایالتو د یوه لوړپوړي چارواکي په خبره، دغه وسلې په سره بحیره او عدن خليج کې د پوځي او غیرپوځي کشتیو پر ضد کارول کېدې.

متحده ایالاتو او بريتانيا په وروستیو میاشتو کې په کراتو د حوثیانو پر اهدافو حملې کړي تر څو ېې پر کشتیو د دغې ډلې حملې محدودې کړي.

حوثي خوځښت د لبنان د حزب الله په څېر د «مقاومت محور» دی چې ایران ېې ملاتړ کوي او د اسرائيل پر ضد فعالیت کوي.

د یو بل خبر له مخې د یمن د تبعيد شوي حکومت یو عسکر د یمن په شرق کې د تمریناتو پر مهال د سعودي عربستان پر ځواکونو ډزې کړي چې د سعودي عربستان دوه عسکر ېې وژلي او یو بل ېې ټپي کړی دی.

چارواکو د شنبې په ورځ وويل چې دا په یمن کې د سعودي عربستان د نژدې یوې لسيزې جګړې په جریان کې دا ډول داخلي برید یوه نادره پېښه ده چې رامنځ ته کیږي.

اسوشيېتد پریس خبري آژانس ليکي چې دغه حمله د جمعې په شپه د یمن په سيئون ښار کې چې له صنعا په شاوخوا ۵۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی، شوې چېرته چې حوثیان پر کشتیو حملې کوي.

حوثي ياغیان چې د يمن خاورې دېره برخه په خپل کنټرول کې لري، د غزې جګړې له پيل راهیسې په سرې بحيرې او عدن خليج کې په پرله پسې توګه کشتۍ په نخښه کوي.

په غزه کې جګړه د تېرکال اکتوبر په ۷مه پر اسرائيل د حماس ډلې له حملې سره پيل شوې او د حوثیانو په خبره، دوی پر کشتیو دغه حملې په غزه کې فلسطينیانو سره د «پیوستون» په خاطر ترسره کوي.

حماس د اسرائيل، متحده ایالتو، اروپايي اتحاديې، آلمان او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د يوې ترهگرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

nk, si (afp)mks/aa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب