امریکايي چارواکي: شکمن افغان بريدګر په امریکا کې افراطي سوی
۱۴۰۴ آذر ۱۰, دوشنبه
د پلټونکو په حواله، د ملي گارډ پر دوو غړو د فیرونو په تور شکمن افغان، د امریکا متحده ایالاتو ته له داخلیدو وروسته افراطیت ته مخه کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنيت وزيرې، کریستي نووم، د یکشنبې په ورځ د ټلویزیوني خپرونو کې وویل چې تر اوسه داسې انگیرل کیږي چې شکمن کس هغه وخت چې په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کاوه، افراطي نظرونه پیدا کړي دي.
اړونده موضوع: ترمپ: د پناه غوښتني پروسې ځنډ به »اوږده موده« وي
دغه شکمن کس د تیرې چهارشنبې په ورځ له سپینې ماڼۍ څخه د څو بلاکونو په واټن، د فیرونو له لارې د ملي گارډ یوه غړې ووژله او یو بل غړی سخت زخمي کړ.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د افغانانو په اړه او نورو هغو بهرنیانو په هکله چې دغه هیواد ته داخلیږي، د دقیقې پلټنې کمښت ددغه برید مسؤل وگاڼه او مخکینی ولسمشر، جو بایدن یې په دې کار کې پړ وباله.
له دغو فیرونو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو ادارې په مؤقتي ډول د افغانانو د ویزوغوښتنلیکونه نه مني.
دغه ۲۹ کلن افغان په ۲۰۲۱ م کال کې امریکا متحده ایالاتو ته داخل سوی دی. نوموړی د محلي ځواکونو له هغې ډلې څخه و چې له طالبانو سره یې د امریکا د دوو لسیزو جگړې په ترڅ کې په افغانستان کې له امریکايی ځواکونو سره مرسته کړې وه.
اړونده موضوع: د واشنگټن بريد ته غبرگونونه: ټول باید د یوه فرد له وجې مجازات نه سي
د یوه دولتي سند له مخې چې د رویترز خبري آژانس لاس ته رسیدلی دی، دغه نارینه د اپریل په میاشت کې د ترمپ د ادارې له خوا پناهندگي ترلاسه کړه.
نووم، د امریکا خبرې شبکې «ان بي سي نیوز» ته وویل: «موږ باور لرو چې نوموړی دغه هیواد ته له راتگ وروسته افراطي سوی دی.»
هغه زیاته کړې: «موږ فکر کوو چې دغه پروسه د افغانانو په هغه ټولنه کې د اړیکو له لارې چې پکښي ژوند کوي، رامنځته سوې ده او موږ همدارنگه له هغو کسانو سره خبرې کوو چې له هغه سره په اړیکه کې وو، لکه د هغه د کورنۍ غړي.»