امریکایي جنرال: روسیه ښايي طالبانو ته وسلې ورکوي
۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف وتیل، د کانګریس یوې کمیتې ته وویل چې «روسیه هڅه کو ي چې په افغانستان کې دریم بانفوذه اړخ ووسي».
هغه وویل: «زه فکر کوم چې سړی کولی شي چې داسې وانګیري چې هغوی [روسان] شاید د طالبانو یو ډول ملاتړ وکړي. دغه ملاتړ کیدای شي چې د وسلو او یا هم نورو توکو چې هلته دي، په شکل کې وي.»
تیره میاشت کرملن د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو اترو کوربه وو، خو په دغو خبرو اترو کې لویدیځو ځواکونو ګډون نه وو کړی. روسیې د اپریل میاشتې پر ۱۴مه نیټه هم ورته غونډه بللې ده خو دا ځل یې امریکا متحده ایالاتو ته هم بلنه ورکړې ده. تمه کیږي چې طالبان به په دغو خبرو اترو کې ګډون و نه کړي.
په وروستیو وختونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ډیر خراب شوی دی. طالبانو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې دي او وخت ناوخت یې د کندز او هلمند ولایتونو په مرکز هم بریدونه په لاره اچولي.