1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان حکومت دې له طالبانو سره په خبرو کي شامل کړای شي»

۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبه

لوړپوړې امریکایي جنرال جوزف ووتل، له طالبانو سره د سولې په اړه خبرو کې د افغان حکومت له پام غورځولو څخه خبرداری ورکړی دی.

US-General Joseph Votel
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Y. Bogu

د امریکا متحده ايالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال جوزف ووتل، د سه شنبې په ورځ(فيبرورۍ میاشتې ۵ نیټه) د دغه هيواد پارلمان ته وویل چې د کابل حکومت باید له طالبانو سره د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې دخيل کړای شي.

دغه جنرال ويلي دي چې په پای کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ تفاهم اړين دی: «یوازي دوی پخپله کولای شي چي د شخړي کلیدي مسايل حل کړي.»

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو استازو د روان کال په جنوري میاشت کې په قطر کې مخامخ خبري لرلې. تر دغو خبرو وروسته د افغانستان د سولي د خبرو له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دغو مذاکراتو کې «د پام وړ پرمختګ» خبر ورکړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ تیر ماښام کانګرس ته د خپلې وینا پر مهال وویل چې له طالبانو سره خبرې اترې «رغنده» وې. خو هغه نه پوهيږي چې دغه خبري به کومې نتیجې ته ورسیږي، خو وویل چې «تر دوو لسیزو جګړو وروسته، بايد لږ تر لږه د سولي راوستلو هڅه وکړو.»

لوړپوړي امریکایي جنرال ووتل، وویل چې له طالبانو سره د ده د هیواد خبرې «په ډیرو لومړنیو پړاونو» کي دي. د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کوښښ کوي چې د سولې د خبرو اترو له پاره یو چوکاټ رامنځته کړي: «په کوم چې به مطمئناً د افغانستان حکومت هم دخيل کړل شي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب