1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکایي چارواکی: له افغانستانه وتلو ته ژمن یوو

۱۳۹۷ بهمن ۸, دوشنبه

په کابل کې میشت یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي دي چې امریکا متحده ایالات ژمن دی چې له ۱۷ کلونو راهيسي رواني جګړې وروسته له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

Symbolbild USA verringern Truppenpräsenz in Afghanistan um ein Drittel
انځور: dapd

دغه چارواکي چې د نوم نه اخیستلو په شرط يې د دوشنبې په ورځ خبري کړي دي، ویلي دي چې په قطر کې د طالب او امریکایي استازو تر منځ په مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په موضوع کې «مهم پرمختګ» شوی، خو ټینګار یې کړی چې لا هم نورو مذاکراتو ته اړتیا شته چې پر یوه اوربند او د ځواکونو د وتلو پر مهال ویش توافق وشي.

دغه چارواکي له کابل څخه وویل: «البته چې موږ په افغانستان کې د دایمي پوځي حضور په لټه کې نه یوو.»

چارواکي له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې ده: «زموږ هدف په افغانستان کې له سولې راتلو سره مرسته کول دي. او موږ غواړو چې داسي یوه راتلونکې اړیکه ولرو چې تر مذاکراتو وروسته له یوه رامنځ ته شوي حکومت سره، له سره تعریف شوي وي.»

دغه چارواکي ویلي دي: «موږ غواړو له ځانه [په افغانستان کې] یو ښه میراث پریږدو.»

د دغه امریکایي چارواکي په خبره له یوه اوربند پرته، له افغانستانه امریکايي ځواکونه نه وځي.

امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په قطر کې تر اوږدو خبرو اترو وروسته د مهمو پرمختګونو رامنځ ته کیدو خبره وکړه خو دواړو اړخونو روښانه کړه چې د یوې موافقې مسوده نه ده نهایي شوې.

طالبانو په وروستیو وختونو کې له امریکا متحده ایالاتو سره مستقیمي خبري اترې پیل کړي دي، خو د واشنګټن پر ټینګار سربیره یې هم تر اوسه پوري له افغان حکومت سره له لیدنې ډډه کړې ده. کابل او واشنګټن بیا ټینګار کوي چې د سولې یو تړون باید د افغانانو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې رامنځ ته شي.

ویل کیږي چې امریکایي استازي چې مشري یې د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد کوي، د فبروري میاشتې پر ۲۵مه نیټه بیا له طالبانو سره خبرې اترې پیلوي.

ویل کیږي چې د قطر په وروستۍ غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو سربیره پر دې هم خبرې شوي چې د افغانستان خاوره به یو ځل بیا د القاعدې او نورو ترهګرو له خوا د امریکا پر ضد نه کاریږي.

کابل میشته امریکایي چارواکي ویلي دي: «همدا دلیل وو چې موږ په لومړي سر کې افغانستان ته راغلو.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب