1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د مخدره توکو د قاچاق پر ضد مبارزه کې پاتې راغلی»

۱۴۰۴ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه اعلان کړ چې د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلي دي.

یو شمیر طالبان په کندهار ولایت کې د کوکنارو د کروندو لمنځه وړلو په حال کې دي
ترمپ ویلي چې افغانستان او څو نور هیوادونه د هغو هیوادونو په نوملړ کې زیاتیږي چط د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلي ديانځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۵ نیټه) وویل چې افغانستان او څو نور هیوادونه د هغو هیوادونو په نوملړ کې زیاتیږي چې د متحده ایالاتو له نظره په تیرو ۱۲ میاشتو کې «په څرګند ډول» له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

د ترمپ په اعلامیه کې راغلي دي: «زه په دې توګه افغانستان، بولویا، برما(میانمار)، کولمبیا او ونزیویلا د هغو هیوادونو په توګه معرفي کوم چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې په ښکاره ډول له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو موافقتنامو پر اساس د خپلو ژمنو په مراعاتولو کې ناکامه شوي دي.»

د ترمپ په اعلامیه کې راغلي دي: «په کولمبیا کې د کوکنارو کښت او کوکائینو تولید د ګوستاوو پترو د جمهوري ریاست په دور کې په بې ساري ډول د ریکارډ کچې ته رسیدلی دی او د نشه یي توکو د ترهګریزو ډلو د رضایت د جلبولو له پاره د هغه ناکامه هڅو، یوازې کړکیچ زیات کړی دی.»

نوموړي په ورته وخت کې د کولمبیا له امنیتي پرسونل څخه د هغوي د «زړورتیا او مهارت» له کبله مننه وکړه.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «د تیر کال په اوږدو کې د مخدره موادو د کنترول په برخه کې د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې د کولمبیا ناکامي، یوازې د دوی د سیاسي رهبرۍ پورې اړه پيدا کوي. که د کولمبیا حکومت د کوکنارو د تولید کمولو او کوکائنو د قاچاق د ریښو لمنځه وړلو له پاره لا زیات جدي اقدامات ترسره کړي، نو د دې عنوان بدلول به و ارزوو.»

ترمپ مخکې تر دې ګواښ کړی و چې د مخدره موادو په کنترول کې د ناکامه پاتېدو له کبله به د ولسمشر هڅې رد کړي، او د امریکا د جمهوري غوښتونکو استازو هم له دغه هیواد سره په شدید ډول په ملکي برخه کې د مرستو کمولو ملاتړ کړی دی.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو په یوه ویډیویي پيغام کې د دې پریکړې له کبله خفګان ښودلی دی. هغه ویلي دي چې دغه تصمیم د لسګونو پولیس، سرتیرو او ملکي کولمبیایانو له مړینې وروسته، چې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په خاطر یې مبارزه کوله نیول شوی دی.

هغه وویل: «هغه کار چې موږ یې ترسره کوو واقعاً هم د کولمبیا له خلکو سره هیڅ ارتباط نه لري، بلکې هدف دا دی چې د امریکا د ټولنې مخه ونیسو، څو کوکاین هلته ونه رسیږي.»

په واشنګټن کې د امریکا سفیر دانیل ګارسیا- پنا، تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالاتو مرستې لادمخه د امریکا د پرمختیایي ادارې د فعالیتونو د لغوه کیدو په دلیل کم شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل چې که ترمپ پریکړه وکړي چې له مخدره موادو سره په مبارزې کې د کولمبیا هڅې تائید نه کړي، نو متحده ایالات کولی شي هغه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره چې د مخدره موادو د قاچاق پر پروګرامونو متمرکزې نه دي، بندې کړي.

په افغانستان کې د «شیشې» نشې معتادین زیات شوي

04:03

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل