1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا افغانستان په خپل یو تور لیست کې شامل کړ

۱۳۹۹ تیر ۶, جمعه

امریکا خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د کرونا وبا د خپریدو له کبله رامنځ ته شوې بې ثباتي د انسانانو د قاچاق د ډیریدو سبب ګرځي. امریکا د افغانستان په ګډون یو شمیر هیوادونه د انساني قاچاق په خپل تور لیست کې شامل کړي.

USA Präsident Donald Trump und Mike Pompeo
انځور: AFP/M. Ngan

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې ۲۵مه نیټه) امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړ چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له کبله رامنځ ته شوې بې ثباتي به د انساني قاچاق د لا ډیریدو سبب وګرځي. په ورته وخت کې واشنګټن د افغانستان په ګډون الجیریا، لیسوتو او نیکاراګوا هیوادونه د انساني قاچاق په خپل کلني تور لیست کې شامل کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د انساني قاچاق په هکله د جوړ شوي رپوټ د معرفي پرمهال وویل: «په داسې حال کې چې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزي په برخه کې تل عاجل اقدامات شوي دي، خو اوس د کووید-۱۹ د وبا له کبله رامنځ ته شوی پیچلی وضعیت له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې د ټولو ښکیلو اړخونو د ګډ کار ارزښت ډیروي.»

پمپیو په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې د کرونا وبا له کبله رامنځ ته شوې بې ثباتي او اساسي خدماتو ته نه لاس رسی په دې معنی دي چې لا ډیر خلک به د انساني قاچاقبرانو فریب وخوري.

د امریکا متحده ایالاتو د انساني قاچاق په تور لیست کې شامل هیوادونه، د واشنګټن په اند له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې ډیرې هڅې نه کوي. په دغه راز تور لیست کې د هیوادونو شمولیت آن د دې سبب هم ګرځي چې متحده ایالات پر دغو هیوادونو باندې بندیزونه وضع کړي. امریکا متحده ایالات کولی شي چې د نړیوالو سازمانانو له لارې پر دغو هیوادونو باندې خپلې مرستې محدودې کړي او یا یې په بشپړه توګه قطع کړي. په دغه راز نړیوالو سازمانونو کې د پیسو نړیوال صندوق هم شامل دی.

تر دې مخکې هم د انساني قاچاق سره د نه مبارزې له کبله امریکا ۱۵ نور هیوادونه په خپل تور لیست کې ورزیات کړي وو. متحده ایالاتو د چین، ایران، شمالي کوریا، روسیې، سوریې او ونیزویلا په ګډون یو شمیر نور هیوادونه له وړاندې نه په خپل تور لیست کې لري. په ورته وخت کې د امریکا متحد، سعودي عربستان بیا له دې لیست څخه لیرې کړل شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل