1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

امریکا او اروپایي اتحادیې په اختر کې د اوربند هرکلی کړی

۱۳۹۹ مرداد ۸, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د اختر په شپو او ورځو کې د حکومت او طالبانو له لورې د درې ورځني متقابل اوربند هرکلی کړی دی او د سولې د خبرو د ژر پیلیدو هیله یې څرګنده کړې ده.

Afghanistan - Impressionen von Marktplätzen zum Eid Al-Adha Fest
انځور: Sirat

طالبانو د سه شنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت د یوې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې له خپلو جنګیالو غوښتي چې د اختر په درو ورځو کې هیڅ راز بریدونه و نه کړي. تر دې اعلان وروسته د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي، د ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې جمهور رئیس ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې درې ورځنی اوربند رعایت شي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو له لوري دغه اعلان وروسته له هغې کیږي چې د افغانستان جمهور رئیس د بندیانو د تبادلې د دوام په برخه کې د پرمختګ زیګنال ورکړ. د بندیانو د تبادلې په هکله ناندرۍ د سولې خبرې اترې ځنډنۍ کړي دي.

 

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمې خلیلزاد د اوربند د وړاندیز هرکلی کړی دی. زلمي خلیلزاد د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «موږ په اختر کې د طالبانو د اوربند او د افغان حکومت له لوري د متقابل اعلان هرکلی کوو.»

په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر راس ویلسن هم هیله څرګنده کړې ده چې دواړه لوري ژر د خبرو اترو میز ته کیني.

هغه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې افغانان د دې مستحق دي چې اختر «په سوله کې ولمانځي.»

طالبانو د اوربند اعلان وروسته له هغې وکړ چې جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې حکومت په راروانه اوونۍ کې د سولې خبرو اترو ته چمتو دی.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازولۍ هم د ټویټر په یوه پیغام کې د اوربند هرکلی کړی دی. د دغه استازولۍ د ټویټر په پیغام کې راغلي دي چې په اختر کې د متقابل اوربند اعلان نه یوازې «د تاوتریخوالي د راکمیدو، بلکې په اغیزمنه توګه د سولې د مذاکراتو د پیلیدو له پاره هم یو فرصت دی.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل