امریکا او اروپا پر سپاه پاسداران نوي بندیزونه لګوي
۱۴۰۳ فروردین ۲۹, چهارشنبه
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي دي چې د ایران پر دفاع وزارت او سپاه پاسدران باندي به نوي بندیزونه اعلان شي. دغه بندیزونه د جي ۷ ډلې او د امریکا د کنګرې له دوو ګوندونو سره په همغږۍ کې وضع کیږي.
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د سه شنبې په ورځ (اپریل میاشتې ۱۶ نیټه) وویل چې د امریکا حکومت د کنګرې له دوو ګوندونو، د جې اووه ډلې هیوادونو او خپلو نورو متحدینو سره پر دې کار کوي، څو پر اسرائیل د ایران د برید په غبرګون کې د «هر اړخیز او په یوه خوله» ځواب ویلو طرحې په هکله همکاري وکړي.
جیک سالیوان ټینګار کړی دی چې د دې ګډ اقدام هدف دا دی چې ایران د خپلو «بې ثباته کوونکو اعمالو» له پاره ځواب ویلو ته اړ کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې په نوو بندیزونو کې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پروګرام، د سپاه پاسداران ملاتړ کوونکي بنسټونه او د ایران دفاع وزارت شاملیږي.
آیا بندیزونه به ګټه وکړي؟
شنونکي او د سیاسي چارو کارپوهان د بندیزونو په ارتباط دوو موضوعاتو ته اشاره کوي: لومړی دا چې په سیمه کې د دې بنسټ د عملیاتو د مخنیوي په خاطر د سپاه پاسداران او د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د پروګرام د توسعې پر وړاندې بندیزونه کافي نه بولي، ځکه په خبره یې پر بندیزونو سربیره هم ایران توانیدلی دی چې خپل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو پروګرام ته پراختیا ورکړي.
دویمه موضوع؛ سره له دې چې سپاه پاسداران پر اسرائیل برید کې نقش درلود او حتی د یوه ترهګریز سازمان په توګه د پیژندل کیدو په اړه یې د اسرائیل پر غوښتنې سربیره دغه بنسټ چې د ایران په دولتي او ملکي بنسټونو کې یې نفوذ کړی دی د توجه وړ نه دی ګرځیدلی.
پر ایران اقتصادي بندیزونو ددغه هیواد توریزم زيانمن کړی
03:23
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر وړاندې د «دیپلوماتیکې حملې»، د دغه هیواد پر توغندیز پروګرام د بندیز لګولو او د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې د سپاه پاسداران د شاملو غوښتنه کړې ده.
اسرائیل د ایران پر وړاندې د امریکا او اروپا د بندیزونو لګولو هرکلی کړی دی، خو د ترهګریز سازمان په توګه د سپاه پاسداران د پيژندل کیدو غوښتنې ته یې توجه نه ده شوې.
اعلان
بورل: اروپایي اتحادیه د بندیزونو زیاتول ارزوي
پر اسرائیل د ایران له مستقیم برید وروسته، د اسرائیل له خوا په پراخه کچه د غچ اخیستنې په اړه اندیښنې موجودې دي. تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې اسرائیل به د دې برید ځواب په څه شکل ورکوي.
د اسرائیل متحدینو، په ځانګړی توګه مهم متحد یې امریکا د جګړې د پراخیدو له کبله خبرداری ورکړی دی. ټاکل شوې ده اروپايي اتحادیه هم په ورته وخت کې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.
د اروپايي اتحادیي د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل اعلان کړی دی چې پر ایران پر بندیزونو پراخولو غور کوي.
ټاکل شوې ده چې نن د چهارشنبې (د اپریل میاشتې ۱۷ نیټه) په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې سرمشریزه وشي او د ايران پر توغنديو او بې پيلوټه الوتکو باندي بندیزونه پکې په پام کې ونیول شي.
په ورته وخت کې د المان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک هم نن چهارشنبه اسرائیل ته سفر کوي او د دغه هیواد له لومړي وزیر بنيامین نتانیاهو او له خپل اسرائیلي سیال یسرائیل کاتس سره ویني.
المان چې پر اسرائیل د ایران برید یې په شدید ډول غندلی دی. پر ايران د بندیزونو سختولو پر ضرورت د ټینګار ترڅنګ، د اسرائیل له خوا د وسله وال او جنګي غچ اخیستونکي اقدام مخالفت کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
د ايران او اسرائيل پټه جګړه په انځورونو کې
په داسي حال کې چې عربي ملکونه له اسرائيل سره د فلسطين پر سر خپلې ترینګلې اړیکي پای ته رسوي، د ايران او اسرائيل د «پټې» جګړې لمبې هره ورځ له يوې ګوښې راپورته کيږې. د ايران او اسرائيل پټه جګړه په دې انځوريز راپور کې:
انځور: Reuters/WANA/N. Tabatabaee
پټه جګړه
په داسې حال کې چې په ايران کې د بيرغ جوړولو کارخانې په مظاهرو کې د بیرغ سوزولو او تر پښو لاندې کولو له پاره د اسرائيل بيرغونه تولیدوي، عربې هيوادونه مخکې له مخکې خپلې خصمانه اړيکې له اسرائيل سره د فلسطين په اړه پاې ته رسوې.
انځور: Reuters/WANA/N. Tabatabaee
د نطنز پر تاسیساتو پرله پسې بريدونه
د «تکنالوژۍ هستوي ملي ورځ» او د نطنز د تاسيساتو بيا رغولو څخه يوه ورځ وروسته يې د بريښنا پر سیستم برید وشو. د ایران د هستوي انرژۍ رئيس علي اکبر صالحې دا بريد د «هستوي ترهګرۍ» په نامه یاد کړ.
انځور: picture-alliance/Tampa Bay Times
سمندري جګړه
رسنيو د اپريل پر اومه نېټه د «ایران ساويز» پر بیړۍ د برید خبر ورکړ. نيويارک ټايمز، دغه حمله د اسرائيل له خوا ګنلې وه او ليکلې يې ول، چې دغه برید د لوري او هلپوس رې په نامه د اسرائيلو پر سوداګریزو بیړیو باندي د بريد په ځواب کې شوی دی.
انځور: Planet Labs Inc/AP/picture alliance
له ليري څخه د فخري زاده ترور
د ايران د دفاع وزارت معاون او د پوځ مشر محسن فخری زاده، چې په اتمي پروګرام کې له ګډون مخکې يې له حسن تهراني سره شمالي کوريا ته سفر وکړ او د ايران د توغندیو پروګرام بنسټ يې کيښود. هغه په يوه چاودنه کې وويشتل شو. د ده د مړيني په هکله د اسرائيلو لومړي وزير بينيامین نتانياهو ويلي وو:«د هغه نوم په ياد کي وساتئ».
اسرائيل د ايران اسلامي جمهوريت د عراق او سوريې له لارې د لبنان په سويل کې حزب الله ته د نظامي تجهيزاتو په رسولو تورنوي او تل په دغه سيمو کې د «ایران متحد حزب الله» پر مرکزونو بريدونه کوي.