1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

امریکا او بریتانیا د حوثي یاغیانو پر رهبرانو تحریمونه لګولي

۱۴۰۲ بهمن ۶, جمعه

امریکا او بریتانیا د حوثي یاغیانو پر رهبرانو تحریمونه لګولي دي. حوثي یاغیانو له نوامبر میاشت راهيسې په سرې بحیرې کې کښتۍ په نخښه کوي او وايي چې دغه حملې په غزه کې له حماس سره د اسرائيل جګړې په ځواب کې کوي.

Jemen | Luftangriffe von USA und Großbritannien | Proteste Huthi-Anhänger
انځور: Osamah Yahya/ZUMA Wire/IMAGO

د امریکا متحده ایالاتو او بريتانیا حکومتونو د پنجشنبې په ورځ د حوثي یاغی ډلې پر رهبرانو تحریمونه ولګول. امریکا او بریتانیا هڅه کوي چې په سره بحېره کې د سمندري فعاليتونو محافظت وکړي.

د بریتانیا د بهرنيو چارو وزير، ديويد کامرون، وويل چې دغه تحریمونه په وروستيو اوونيو کې د حوثی وسلوالې ډلې کړنو ته «زموږ روښانه پيغام تقویه کوي.» کامرون ژمنه وکړه چې هغه عناصر به په نخښه کړل شي چې په سره بحیره کې د حمل او نقل خلاف «د نه منلو او د غیرقانوني کړنو» تر شا دي.

حوثي وسلوالې ډلې د تېر نوامبر راهیسې په سره بحيره کې پر کښتیو باندې حملې پيل کړي دي. دغه ډله وايي چې دغه حملې ېې په غزه کې حماس سره د اسرائيل د جګړې په ځواب کې دي.

تازه رپوټونو وايي چې نن جمعه د جنوري ۲۶مه هم د یمن په جنوبي اوبو کې دوه توغندي چاودلي دي. په عدن خلیج کې د سمندري نظارت کونکو یو چارواکي، آمبري، وويل چې دغه توغندي د هندوستان له یوې تيل وړونکې کښتۍ څخه شاوخوا یونيم کيلومتر لرې تر اوبو لاندې په ۲۰۰ تر ۳۰۰ مترو کې وچاودېدل. په سیمه کې د بریتانيا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو په نوم سازمان (UKMTO) هم دغه چاودنې تائيد کړي دي.

حوثي یاغیانو له نوامبر میاشت راهيسې په سرې بحیرې کې کښتۍ په نخښه کوي او وايي چې دغه حملې په غزه کې له حماس سره د اسرائيل جګړې په ځواب کې کويانځور: KHALED ABDULLAH/REUTERS

د اسرائيل هوايي شرکت (El Al) ويلي دي چې د مارچ میاشتې له پایه به جنوبي افریقا ته خپل پروازونه په تعویق حالت کې راولي. د دغه شرکت یو ویاند وويل: «اسرائيل نه غواړي چې جنوبي افریقا ته پروازو وکړي. دوی د پروازونو د کنسلولو په حال کې دي او الوتکې نژدې خالي دي.» اسرائيلي هوايي شرکت دغه تصمیم د عدالت نړېوالې محکمې ته د جنوبي افریقا د عريضې په غبرګون کې کړی چې په هغه کې ېې اسرائيل په غزه کې پر نسل وژنې تورن کړی دی.

پر سویز کانال د جګړې اغیز

ملګري ملتونه وايي له دوو میاشتو راهیسې چې حوثي یاغیانو په سرې بحيره کې پر تجارتي کښتیو بريدونه پیل کړي، د سویز کانال له لارې د مالونو انتقالات تر ۴۵ سلنې راکم شوي دي. د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا کنفرانس (UNCTAD) په حواله د دسمبر مياشتې په پرتله ۳۹ سلنه کمو کښتیو پر دغه کانال تګ راتګ کړی دی. د دغه سازمان مشر، جان هوفمن، د پنجشنبې په ورځ ناوخته وويل: «موږ ډېر اندېښمن یو. موږ د ځنډ، د مصارفو د لوړېدو او په لوړه پیمانه د ګلخانه يي ګازاتو د انتشار شاهدان یو.» هوفمن زیاته کړه چې دغه وضعیت به د مالونونو او خوراکي موادو پر بیو تاثير ولري چې له کبله به ېې مصرف کونکي اغیزمن شي.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ د جنوري ۲۶مه وويل چې په خان یونس کې ېې د حماس پر زېربناو بریدونه کړي ديانځور: Ohad Zwigenberg/AP/picture alliance

په خان یونس کې جګړه

د اسرائيل ځمکنیو ځواکونو د غزې تړانکې په جنوب خان یونس کې پر حماس خپل بریدونه جاري ساتلي دي. زياته شوې چې جګړې د ښار په زړه کې زور اخیستی دی. د اسرائيل د پوځ یو ویاند وويل: «د نخښتو په جریان کې په سیمه کې تروریستان وژل شوي دي.» ویاند زیاته کړه چې د اسرائيل دفاعي ځواکونو هم څو تنه تلفات درلودلي دي. د اسرائيل دفاعي ځواکونو دغه راز ويلي دي د ساحلي تړانګې په شمال کې ېې هم د حماس پر زیربناو بریدونه کړي دي. په عین وخت کې د حماس چارواکو ويلي چې د اسرائيل د تېرې شپې په بمباريو کې ۱۲۰ تنه وژل شوي دي. د حماس له لوري ورکړل شوي دا معلومات په خپلواکه توګه نه شي تائيديدلی.

حماس وسله والې ډله چې د اکتوبر میاشتې پر ۷مه نيټه یې د اسرائيل په خاوره کې دننه يو شمير بريدونه ترسره کړل، پر نورو سربیره د امريکا متحده ایالاتو، آلمان او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

د.و./م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب