د امریکایي پوځ د قوماندې مرکز (سنټکام) د شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۶ نیټه) په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له کنترولیدونکو توغندیو سره یې د سرې بحیرې دپاسه د یمن د حوثیانو له خوا توغول شوي ۱۴ بې پیلوټه الوتکې را غورځولې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بې پيلوټه الوتکې د USS کارني (DDG-۶۴) او آرلي برک کلاس، جنګي بیړیو دفاعي سیستم په وسیله لمنځه وړل شوي دي.
سنټکام یا د امریکايي پوځ د قوماندې مرکز په خپله اعلامیه کې دې خبرې ته د اشارې ترڅنګ چې دغه بې پیلوټه الوتکې په یمن کې د حوثیانو تر کنترول لاندې سیمې څخه توغول یا په اصطلاح الوځول شوي، ویلي: «په سیمه کې مستقرو کښتیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.»
په ورته وخت کې د بریتانیې د دفاع وزیر ګرانت شاپس هم اعلان کړی دی چې د بریتانیا یوې جنګي بیړۍ SMH ډایمند، هم د شنبې په ورځ د سرې بحیرې دپاسه یوه مشکوکه بې پيلوټه الوتکه را نسکوره کړې ده. شاپس زیاته کړې ده چې بریتانیا به د بریدونو دفاع او له آزاد نړیوال تجارت څخه مخافظت ته ادامه ورکړي. خو نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د شنبې په ورځ د مصر «القاهره» تلویزوني شبکې رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم یوه ناپيژندل شوې بې پيلوټه الوتکه کشف او را نسکوره کړې ده.
په اوس وخت کې سمندري ځواکونه د نظامي قوت اصلي ارکان ګڼل کیږي. د الوتکو لیږدونکو بیړیو، سمندري بیړیو او اوبتلونو کیفیت د دغه ځواک قوت ټاکي. کوم هيوادونه له دغو برخه من دي؟ انځورونه او معلومات. انځور: picture-alliance/dpa/SK Navy 1st Fleet Command/YNA د تاریخ تر ټولو ګراني الوتکي لېږدونکې بیړۍ "یو اس اس جرالد آر. فورد" پر جوړېدو ۱۳ میلیارده ډالره مصرف شوي چې د امریکا په تاریخ کې ګرانه الوتک لېږدونکې بیړۍ ده. له دغې بیړۍ څخه په عادي شرایطو کې د ورځې ۱۶۰ او په جنګې شرایطو کې بیا ۲۲۰ پروازه ممکن دي. ۹۰ بیلا بیل ډول الوتکې لکه اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په دغه بیړۍ کې ځایږي.
انځور: picture-alliance/dpa/SK Navy 1st Fleet Command/YNA دغه ستر روسی اوبتل چې ۱۸۴ متره اوږد او ۳۰ زره ټنه وزن لري، د دوو اتومي راکتورونو په واسطه حرکت کوي. دغه اوبتل تهاجمي نه دی او زیاتره د داسې کښتۍ په توګه عمل کوي چې کیدای شي د کوچنیو اوبتلونو او بې چلونکو اوبتلونو (ډرون اوبتل) د اډې په توګه ترې استفاده وشي. پر دې سربېره له دغه اوبتل څخه د «تورپیدو - پوزیدون» ډرون توغولو له پاره استقاده کیږي.
انځور: picture alliance/dpa/TASS/O. Kuleshov یو اس اس زموالت، جنګي بیړۍ چې له رادره هم پټیدای شي ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵ زره ټنه وزن لري او په بیلا بیلو هدایت شویو توغندیو سمباله ده. د دغه ګران بیه بیړۍ پر پاسنۍ سطح د څرخي الوتکې د ناستې امکان هم شته.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Bukaty د بریتانیا "دریدنوټ ۲۰۵۰" په نوم بیړۍ د جوړیدو په حال کې ده. دغه عصري بیړۍ زیاتره برخې په اتومات ډول کار کوي او یوازې ۵۰ نفره عمله لري. دغه بيړۍ په بې پیلوټه الوتکو یا ډرون هم سمباله ده.
انځور: picture alliance/dpa/Startpoint 2015 د یاقوت په نوم اوبتل (Saphir) د یاقوت په نوم اوبتل چې فرانسې جوړ کړی دی د «روبیس» اتومي اوبتلونو په کتار کې یو له کوچینو او په عین وخت کې بشپړ اوبتل شمیرل کیږي.
انځور: picture alliance/MAXPPP/J.P. Amet "آرلي برک" (Arleigh Burke)، له هغو بیړیو شمیرل کیږي چې ښې، طاقت لرونکي او ډيري دي. د دغو کښتيو ۶۴ يې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک په خدمت کي دي. آرلي برک، په ۱۹۹۱م کال کې د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې په خدماتو پېل وکړ او په بیلا بیلو اړخونو کې ترې کار اخیستل کیږي.
انځور: Reuters/U.S. Navy د بادن ووتنمبمرګ په نوم آلماني بیړۍ چې د "اف ۱۲۵" کلاس بیړۍ هم ورته ویل کیږي ۱۵۰ متره اوږدوالی او ۷ زره ټنه وزن لري. دغه بیړۍ ۱۲۰ کسه عمله لري.
انځور: picture alliance/dpa/I. Wagner د "آدمیرال گریگورویچ" په نوم بیړۍ د روسیې د سمندري ځواک سره تړاو لري. د دې لومړنۍ بیړۍ په ۲۰۱۳م کال کې اوبو ته کښته کړل شوه او د سوریې په جګړه کې ترې هم استفاده وشوه. دغه بیړۍ د روسیې د صادراتي پروګرم یوه برخه هم ده او پر هند یې د پلورولو قرارداد هم لاسلیک شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Malgavko "اټېک" په نوم سمندري اوبتل د (Attack) کلاس اوبتلونه په نړۍ کې له غښتلو اوبتلونو څخه شمیرل کیږي. آسترالیا په وروستیو کلونو کې له فرانسې څخه د ۳۰ میلیارده یورو په ارزښت ۱۲ اوبتلونه رانیولي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/PIZ Marine/R. Schönbrodt د پخواني شوروي اتحاد د وخت الوتک لیږدونکې بیړۍ "آدمیرال کوزنيتڅوف" د روسیې یوازنۍ الوتک لیږدونکې بیړۍ ده چې د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې جوړه شوې ده. د «سوخو ۳۳»، «میګ ۲۹» او " Ka-52K" څرخې الوتکې د دغه بیړۍ په زړه کې ځای لري. دغه بیړۍ په وروستیو کې په بشپړه توګه له سره ترمیم شوې ده.
انځور: Reuters/Norwegian Royal Airforce/NTB Scanpix د بریتانيا له سمندري ځواک سره تړاو درلودونکي ۴۵، ډوله هرې بیړۍ بیه یو میلیارد یورو ده. د دغې بیړۍ له اساسي ستونزو څخه یوه یې د ماشین خرابیدل دي. د رولز رویس، کارخانې جوړ شوې ګازي توربینونه د ګرمو سیمو له هوا سره ستونزه لري.
انځور: Getty Images/AFP/C. Court د چین الوتکه لیږدونکې سمندري بیړۍ د "تایپ ۰۰۱ای" په نوم بیړې یوه چینایي بیړۍ ده چې د ۲۰۱۷م کال کې د اپریل په ۲۶مه د چین سمندري ځواک ته ورکړل شوه. دا د "لیائونینگ" په نوم د الوتکې لیږدونکې بیړۍ تر بشپړیدو وروسته د چین دوهمه الوتکې لیږدونکې بیړۍ ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Gang د چین د سمندري اوبتلونو نوی نسل چین اعلان کړی دی چې ژر به د سمندري اوبتلونو نوی نسل سمندرونو ته ولیږدوي. ویل کیږي چې دغه اوبتلونه د کوم غږ پرته، حرکت کوي او ماشینونه یې چې د اوبتلونو په نړۍ کې انقلاب انګیرل کیږي، په وروستیو کې ازمویل شوي دي.
انځور: Imago Images/Xinhua/L. Ziheng
په دې وروستیو ورځو کې د سرې بحیرې په آزادو اوبو کې په سوداګریزو کښتیو د حوثیانو بریدونه ډیر شوي دي.
د اکتوبر په ۷ نیټه پر اسرائیلو د حماس تر برید وروسته حوثیانو چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي اعلان وکړ چې له حماس سره په پیوستون کې به، پر ټولو هغو کښتیو برید کوي چې له اسرائیل سره هر ډول تماس ولري.
مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وو: «مونږ داسې شواهد په لاس کې لرو چې حوثیان له هغو وسلو سره حمله کوي، کوم چې ایران د دغې ډلې په اختیار کې ورکړي دي.»
حوثیانو یوازې د دسمبر په ۱۵ نیټه په دریو سوداګریزو کښتیو چې په سرې بحیرې کې په حرکت کې وې، برید کړی وو. دوی مخکې تر دې هم تجارتي کښتیو ته زیان اړولی وو.
د حوثي یاغیانو له خوا د تشنج او نا امنیو د زیاتیدو په غبرګون کې د کښتۍ چلونې یو شمیر لویو نړیوالو سوداګریزو شرکتونو اعلان وکړ چې تر ثانوي اطلاع یا راتلونکې خبر پورې به د سرې بحیرې له مسیر څخه حرکت ونه کړي چې دا د زرګونو کیلومتره سمندري مسیر د اوږدېدو، د افریقا لویې وچې له پامه غورځولو او د حمل و نقل د لګښتونو د زیاتیدو په معنا ده.
د مدیترانې په سمندرگي کې د ناټو د بیړۍ ګزمهThis browser does not support the video element.
له دې ډلې کېدای شي د نړۍ د کانتینري لیږد رالیږد تر ټولو ستر سویسي شرکت «مدیترانه» (MSC)، د ډنمارک هیواد د کښتۍ چلونې شرکت «مولر- مرسک»، الماني شرکت «هاپاګ-لوید» او د فرانسې د کښتۍ چلونې شرکت «CMACGM» ته اشاره وشي.
د یمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تیم لیندرکینګ، ویلي چې هیواد یې په سره بحیره کې د کښتیو د حفاظت له پاره د یوه ستر سمندري ائتلاف رامنځته کولو په کوښښ کې دی، څو حوثیانو ته دا پيغام واستول شي چې پر کښتیو د دوی بریدونه به ونه زغمل شي.
د دې په غبرګون کې د المان په پارلمان کې د دفاعي کمیټې مشرې ماري اګنس شټرک څیمرمن، په سره بحیره کې د کښتیو له آزاد تګ راتګ څخه په حفاظت کې د المان د سمندري ځواکونو له مشارکت څخه ملاتړ کړی دی.
نوموړۍ پر سوداګریزو کښتیو د حوثیانو د بریدونو دوام په غندلو سره ټینګار وکړ «باید د ترهګرو پر وړانې په کلکه ودریږو.»
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص