1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا او طالبان بیا خبرې کوي»

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې له طالبانو سره پر یوې نوې هوکړې کار کوي. له دغو څرګندونو سره هممهاله په کابل کې یوشمېر ځايي رسنیو راپور ورکړی چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد قطر ته رسیدلی.

Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
آرشيفانځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د کابل نیوز په نوم ځايي ټلویزوني خبري شبکې ته نن شنبې (۲۰۱۹ میلادي کال د نومبر ۲۳مه) یوې سرچینې ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، دمګړی دوحه کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

سرچینه زیاتوي: « دا خبرې ترډیره د تړلو دروازو ترشا کیږي چې د دواړو غاړو ترمنځ د باور چاپیریال په رامنځته کېدو سره به د «هوکړه لیک» لاسلیکېدو ته زمینه برابره شي.»

تردې یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې طالبانو سره پر یوې نوې هوکړې کار کوي.

ترمپ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې له طالبانو سره ۹ پړاویز مذاکرات هغه مهال لغوه اعلان کړل، کله چې کابل کې د طالبانو یوه موټر بم برید، د یوه امریکايي عسکر په ګډون تر لسو ډیر افغانان ووژل.

ترمپ ویلي چې له طالبانو سره پر یوې نوې هوکړې کار کويانځور: picture-alliance/Captital Pictures/MPI

ترمپ فاکس نیوز ټلویزون ته ویلي چې هغه خبرې یې ځکه ودرولې، چې طالبانو داسې انګېرله چې د جګړې له لارې به واک ته ورسیږي.

د امريکا ولسمشر په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو تر لغوه کولو وروسته په لومړي ځل له دې ډلې سره د یوې نوې هوکړې خبره کړې.

هغه دا هم ویلي چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکموي.

سیاسي شنونکي احمد سعیدي دويچه ویله ته وویل، امریکا نور له افغان حکومت څخه ناهیلې شوې. د نوموړي پر وینا امریکا اړه شوې چې په راتلونکو خبرو اترو کې طالبانو ته ډیر امتیاز ورکړي.

«هغه مذاکرات چې له سره به پيلیږي د طالبانو په ګټه به وي، خو امریکایان هم خپل شرایط لري هغه شرایط به دا وي چې طالبان به په سیمه کې له القاعده او داعش سره جنګیږي او په سیمه کې به اړیکي هم د امریکا په اجازه پالي.» 

خو افغان چارواکي لاهم د سولي بهیر کې د افغان حکومت پر بنسټیز رول ټینګار کوي.

د طالبانو او امريکا پلاوو تر دې وړاندې په قطر کې اته پړاوه مذاکرات ترسره کړي ديانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره په ټيلفوني خبرو کې څرګنده کړې چې:

«د دې لپاره چې د سولې بهیر بریا ته ورسیږي، په هغه کې د افغان حکومت شمولیت او مدیریت حتمي او اړین دی او همدا اوس باید دا مذاکرات پيل شي.»

 تېره اونۍ د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د زندانیانو له تبادلې وروسته د دواړو غاړو ترمنځ د درېدلو خبرو بیا پيل ته هیلې ډېرې شوي.

طالبانو د حقانې شبکې د دریو غړو هر يو، انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید د خوشې کېدو په بدل کې د افغان – امریکايي پوهنتون دوه استادان او لس افغان سرتیري خوشې کړل.

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

«هیله ده چې دغه اقدامات ددې لامل وګرځي چې تاوتریخوالی لږ شي او د داسې جوړجاړي په لور چټک پرمختګ راولي چې افغان دولت، طالبان او نور افغان مشران پکې ګډون ولري.»

زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې افغانان سولې او ټیکاؤ ته هیله من دي او دې هیلې ته د رسېدو په لار کې له افغانانو سره دریږي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل