شخړيشمالی امریکا
امریکا او کاناډا، هایتي ته جنګي ټانکونه لیږلي
۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه![Ukraine Kiew | Krankenwagen an ukrainischer Straßensperre aus gepanzerten Militärfahrzeugen](https://static.dw.com/image/60926816_800.webp)
اعلان
د امریکا خارجه وزارت پرون شنبه د یوې اعلامیې په نشرولو سره ویلي دي، چي د هایتي حکومت دغه امنیتي تجهیزات، کوم چي د امریکا او کاناډا په نظامي طیارو کي پایتخت پورتو پرانس ته انتقال سوي، رانیولي دي.
د هایتي مؤقتي حکومت تر دې دمخه د ملګرو ملتونو څخه غوښتي وه، چي د مسلحو بین المللي قواوو په ورلیږلو سره د دغه هیواد سره کومک وکړي.
هایتي د امریکا د براعظم یو تر ټولوغریب هیواد دی او د کلونو راهیسي د اداري فساد، تشدد او طبیعي حوادثو او آفاتو څخه کړیږي.