1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

امریکا: ايراني روزونکي عملاً له روسي ځواکونو سره مرسته کوي

امریکا ادعا کړې چې د ایران پوځي روزنکي په کریميا نيمه ټاپو کې حضور لري او روسي عسکرو سره په اوکراین کې پر ډرون الوتکو د اهدافو په نخښه کولو کې عملاً مرسته کوي. په خیرسون کې د تخلېې پر مهال ۱۷ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د روسېې یوه ډرون الوتکه د اکتوبر په ۱۷مه د کيف ښار په مربوطاتو کې د حملې پر مهال
د روسېې یوه ډرون الوتکه د اکتوبر په ۱۷مه د کيف ښار په مربوطاتو کې د حملې پر مهالانځور: Yasuyoshi Chiba/AFP/Getty Images

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند، نید پرايس خبريالانو ته د ېوې لنډې ورځنۍ وینا پر مهال وويل: «موږ کولی شو دا ثابته کړو چې په کریميا کې میشت د روسېې پوځي پرسونل، د ايران يو اې وي ډوله الوتکو په کارولو په ټول اوکراین کې اهداف په نښه کوي چې په وروستيو ورځو کې د کيف په اطرافو کې حملې هم پکې شاملې دي.»

د نېد پرايس له یو اې وې الوتکو له یادونې څخه موخه د ایران د بې پيلوټه جنګي یا ډرون الوتکې وې.

پرايس زیاته کړه: «موږ د دې ارزونه کوو... چې د ایران پوځي پرسونل په کریمیا کې حضور لري او په دغه ماموریت کې له روسېې سره مرسته کوي.» هغه زیاته کړه: «موږ په دې هکله کره معلومات لرو»، خو په هکله ېې شواهد وړاندې نه کړل.

زیلنسکي: د ایراني ډرون استعمال د روسیې »ډېواليتوب« ښيي

روسېې په ۲۰۱۴م کال کې کریميا له اوکراين څخه ونېوله او دغه جنوبي ټاپووزمه د خپلو پوځيانو د روزنې له پاره کاروي. روسېې همدارنګه په دغه سیمه کې د شوروي اتحاد د وخت پوځې اډې بېرته فعاله کړې، کوم چې پر اوکراین د حملې يوه برخه هم حسابيږي.

تهران او مسکو څه وايي؟

په وروستیو کې د کيف په اطراف کې د روسېې له خوا د ډرون حملې ډیرې شوي دي - انځور د اکتوبر ۱۷مه د ډرون حملېانځور: Oleksii Chumachenko/ZUMA/IMAGO

تهران په سملاسي توګه د نيد پرایز څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو ایران تر دې مخکې دا خبره رد کړې چې دغه ډرون د اوکراین ساخت دي. روسيه هم د اوکراین په جګړه کې د ايراني ډرون الوتکو استفاده ردوي.

رويټرز زياتوي چې د روسېې دفاع او د بهرنيو چارو وزارت هم تر اوسه په دې هکله د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

ستولتنبرګ: «موږ به پرې نه ږدو چي روسیه مو وګواښي»

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنيت ویاند، جان کربي خبریالانو ته وويل چې واشنګټن د ايران له لورې له روسيې سره د مهماتو د اکمالاتو اړوند ټول ابزار تعقیبوي تر څو ېې هغه «بربنډ، مخنیوی او مقابله» ورسره کړي وي چې په دې کې پر ایران د نورو تحریمونو لګول هم شامل دي.

د اروپايي اتحادېې او بریتانيا غبرګون

اروپايي اتحادېې هم ويلي دي چې غړي هیوادونه د ایران پر ضد پر یو لړ نوو اقداماتو توافق ته رسيدلي دي. بريتانيا بیا پر لوړپوړ پوځي چارواکو او یو شرکت چې ویل کیږي مسکو ته د ډرون الوتکو په اکمالاتو کې ښکيل دی بنديزونه وضع کړي دي.

ایران او روسيه د سورېې په کورنۍ يوولس کلنه جګړه کې هم ښکيل دي. دواړه هیوادونه د سورېې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

جوبایدن: پوتین په اوکراین کي غلطه محاسبه کړې وه

کربي وويل: «ایران او روسیه کولی شي نړۍ ته درواغ ووايي، خو دوی اوس نشي کولای حقیقت پټ کړي او حقیقت دا دی: تهران اوس په مستقیمه توګه په سیمه کې مصروف دی.»

له اسرائيله د مرستې غوښتنه

د اوکراين کامیانسکه ښار چې د روسېې توغندويي برید وروسته په کې برېښنا قطع شوې ده - د اکتوبر ۱۱مه ۲۰۲۲انځور: Mykola Synelnykov/REUTERS

د اوکراین د بهرنيو چارو وزير، ديمتري کولبا، پر ټويټر ليکلي دي چې هغه د اسرائيل له صدراعظم، یاسر لپيدا څخه د هوا او د توغنديو د دفاعي سیستم او تکنالوژۍ غوښتنه کړې او په دې اړه ېې ورسره مفصلې خبرې کړي.

پر کیف د روسیې د بی پیلوټه الوتکې برید

د لپيدا دفتر ويلي دي چې د اسرائيل رهبر د ایران او روسېې ترمنځ د شته پوځي روابطو په هکله خپله «ژوره اندېښنه» ښودلې ده.

په اوکراین کې د برېښنا د پرچاوۍ لومړۍ ورځ

له بلې خوا د اوکراین د تېرې ورځې له اعلان سره سم، نن د اکتوبر ۲۱مه په دغه هیواد کې د برېښنا د پرچاوې لومړۍ ورځ ده. اوکراين د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر برېښنايي فابريکو د روسېې حملو په دليل په ټول هیواد کې د سهار د ۷ بجو او ماښام ۹ بجو تر منځ د برېښنا پرچاوي کوي.

حکومت په ټول اوکراین کې له خلکو غوښتي دي چې د برېښنا استفاده تر اعظمي حده راکمه کړي، دا په داسې حال کې ده چې سوړ ژمي ته په نژدې کېدو سره معمولاً د برېښنا اړتيا ډيريږي. دا له کله نه چې روسېې پر اوکراين پوځي یرغل کړی، لومړی ځل دی چې اوکراین د برېښنا په برخه کې محدودیتونه اعلانوي.

په اروپا کې د انرژۍ له لوړېدونکو بيو سره د مبارزې موافقه

د اوکراین د انرژۍ د ملي بورډ مشر، ولادیمیر کودريتڅکي ويلي دي: «څو اوونۍ وخت ته به اړتيا وي، تر څو زموږ د انرژۍ سیستم بېرته د ډاډ وړ وضعیت ته راګرځېدلی وي.«

د روسېې دفاع وزرات ويلي دي چې د اوکراين د انرژۍ زيربناوې يو ځل بيا په نخښه شوي دي. هغه ستراتيژي چې روانه میاشت په اوکراين کې د روسيي قواوو د نوي قوماندان، جنرال سرګي سوراويکين تر ګمارنې وروسته ېې زور اخیستی دی.

راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت

د خیرسون په یوه بندر کې ملکيان تخلېې ته په انتظار کې ولاړ ديانځور: Dmitry Marmyshev/TASS/IMAGO

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي د پنجشنبې په ورځ په یوه ويډيو کې د شواهدو وړاندې کولو پرته، پر روسيې تور ولګاوو چې د اوکراین په جنوب کې په يو لوړ مقیاس ناورين د رامنځ ته کولو په حال کې ده.

»په خیرسون کې د تخلېې پر مهال ملکیان وژل شوي«

د اوکراين په اشغالي سیمو کې د روسېې له خوا ګومارل شوو چارواکو د جمعې په ورځ پر روسېې تور ولګاوه چې له خیرسون څخه د ملکیانو د تخلېې پر مهال د اوکراین په يو توغنديز بريد کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

په خيرسون کې د روسيې له خوا ګومارل شوي مشر، ولاديمیر سالدو، دوې ورځې مخکې له خلکو وغوښتل چې له دغه ښاره ووځي او يوازې په همدې کار سره کېدای شي د ملکي تلفاتو کچه راټيټه شي. سالدو تیره ورځ ويلي وويل چې په راتلونکو شپږو ورځو کې به ۵۰ تر ۶۰ زرو پورې کسان له خيرسون څخه وښکل شي.

د تخلېې اعلان له هغه وروسته وشو چې مسکو وويل اوکراین پر خیرسون ښار د ېوې پراخې حملې تابیا لري.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب