1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ته ايستل شوي افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

د امریکا کانګریس د هغو لسهاو زرو افغانانو د اقامت قانون په پاس کېدو کې پاته راغلی چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکا ته ایستل شوي دي. دوی ته دوه کلنې موقتي اقامې ورکړل شوي چې موده ېې په راروان اګست کې پای ته رسيږی.

د کابل هوايي ډګر د تخلېې پروسه - ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، امریکا په لسونو زره افغانان په پوځي الوتکو کې امریکا ته وایستل
د کابل هوايي ډګر د تخلېې پروسه - ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، امریکا په لسونو زره افغانان په پوځي الوتکو کې امریکا ته وایستل انځور: SGT Glen McCarthy/Australia's Department of Defence/REUTERS

امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته، نژدې ۷۶زره افغانان چې په افغانستان کې ېې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱م کال پورې امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی وو، په خپلو پوځي الوتکو کې امریکا ته انتقال کړل چې اوس په دغه هیواد کې د بشردوستانه موقتي اقامو (Humanitarian Parole) له مخې قانوني میشت دي.

امریکا د په سلونو افغانانو بشردوستانه ويزې رد کړي دي 

د امریکا د اوسني کانګریس د دواړو خونو يو شمیر غړي هیله مند ول چې د حکومتې بوديجې په لایحه کې د دغو افغانانو د دایمې اقامت موضوع به حل شي، خو هڅې ېې ناکامې شوې او موضوع نوی کال ته پاتې شوه چې هغه وخت به په مجلس کې ډير واک د جمهوري غوښتونکو په لاس کې وي. په دې حساب د اوس له پاره په امریکا کې د دغو افغانانو راتلونکې، چې د ۲۰۲۳م کال په اګست کې ېې د موقتي اقامو وخت پوره کيږي، ناڅرګند دی.

امریکا ته د ایستل شوي یو افغان نظر

د متحده ایالاتو حکومت، دغه افغانان د هغوی د خدمت په خاطر د «آپریش الایز ویلکم» عملیاتو د یوې برخې په توګه په موقتې توګه ومنل. د دوی له ډلې يو هم ۳۰ کلن محمد بهزاد حکاک دی چې د موقتي اقامې پر اساس، نشي کولای د امریکا د ویرجنیا کې کار وکړي او یا ځای پر ځای شي.

د افغانانو تخیله؛ د امريکا اډو ۲۶۰ ميليون ډالره زیان ليدلی

نوموړي په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې د بشر حقونو د مدافع په توګه کار کړی دی چې پر وینا ېې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره زیانونه لېدلي: «موږ په افغانستان کې هر څه له لاسه ورکړل او اوس دلته د خپلې راتلونکې په هکله هم نه پوهیږو.»  

د افغانانو د ملاتړکونکو ناکامې هڅې

د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو د غړو ېوې ډلې چې د پخوانيو تجربه کاره پوځيانو بنسټونه او پوځي چارواکو ېې ملاتړ کوي، د ۲۰۲۲م کال په جریان کې پر کانګرس فشار راوړ تر څو د تخلیه شوو افغانانو د اقامې اړوند قانون (Afghan Adjusment Act) تصويب کړي، کوم چې د موقتي اقامو تر پوره کېدو وروسته د افغانانو له احتمالې سرګردانه کېدو څخه ورباندې مخنيوي کېده، خو ونه شو.

امريکا د افغانانو د انتقال پر پاليسۍ له سره کتنه کوي

د طرحې ملاتړکونکو فکر کاوه چې د نومبر میاشتې تر ټاکنو وروسته به کانګریس کې دغه موضوع حل شي، ځکه چې د دواړو ګوندونو له ملاتړ څخه برخمنه وه، خو دوی وويل چې ټولې هڅې ېې د یوه کس له خوا له ناکامې سره مخ شوې.

دغه کس د سنا په قضايي کمېټه کې د امریکا د آيووا له ایالت څخه لوړپوړی جمهوري غوښتونکی سناتور، چاک ګراسلي دی کوم چې د مهاجرت له قضیو څارنه کوي.

د مخالفت دلیل

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی پوځي، شاون وان دایور، د افغان ایوک په نوم د یو ائتلاف مشر دی کوم چې د افغانانو د بیامېشتېدا ملاتړ کوي. هغه وويل: «موږ هيڅ کله له ېو قانون څخه دا ډول ملاتړ نه وو ليدلی. دا زما له پاره واقعا ډیره دردونکې ده چې له آيووا څخه یو شخص کولی شي دا بند کړ.»

په کوسوو کې بند پاتې افغانان: «دلته مو ژوند د زندانیانو دی»

دغه سناتور د میاشتو له پاره استدلال کړی چې په دغه طرحه کې يوازې هغه کسان نه دی شامل کوم چې په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا همکاران ول بلکې داسې کسان هم پکې شته چې سابقې ېې په سمه توګه اروزل شوي نه دي.

ګراسلي اسوشتید پریس ته وويل: «تر ټولو مخکې، باید هغه خلک چې زموږ هیواد سره ېې مرسته کړې له هغو ژمنې په بشپړه توګه برخمن شي چې موږ ورسره کړې ده.»

افغان کډوال د امريکا له پاره يوه ننګونه ده

هغه زیاته کړه چې د «رایه اچونې په پروسه کې ځېنې اختلافات موجود دي او دا یوه ستونزه ده چې تر اوسه ورباندې کار نه دی شوی.»

د ملاتړ کوونکو د هڅو ادامه

خو هغه خلک چې غواړي دغه قانون پاس شي د سناتور ګراسي نظر ردوي. د امریکا څه باندې ۳۰ تنو متقاعد پوځي افسرانو، چې په هغو کې د لوی درستيزانو کميټې درې پخواني غړي هم شامل دي، کانګریس ته یو لیک استولی دی تر څو دغه قانون منظور کړي. د امریکا غږ ويب پاڼې د رپوټ له مخې، »سپېنې ماڼۍ هم د منظوریدو غوښتنه کړې.«

امريکا ته تخليه سوي افغانان د کور پيدا کولو ستونزې لري

که دغه قانون تصويب شي په هغه صورت کې په شرایطو برابر افغانانو ته په امریکا کې د دایمي اوسیدو شرایط برابر او دوی به وشي کړی د امريکا تابعت ترلاسه کولو له پاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري. عین کار په تېر کې د کیوبا، ویتنام او عراق په څير مهاجرو هم کړی دی. د قانون پاس کېدل کېدای شي له خطر سره مخ هغو افغانانو د خوندیتوب له پاره هم کومک وکړي چې په افغانستان کې پاتې دي.

 mks/aa(AP)

له آرشیف څخه پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب