یوه امریکایي دیموکرات سناتور جین شاهین، ویلي دي چې د دغه پروګرام (د امريکايانو ځايه افغان همکارانو) د پریښودو هر ډول پریکړه به په افغانستان کې د امریکا متحد, ایالاتو همکارانو ته ناوړه پیغام واستوي. هغې زیاته کړې ده چې ژر تر ژره به د قانون داسې طرحه وړاندي کړي چې له مخې به یې د دې پروګرام له پاره د ویزو شمیر ډیر شي.
شاهین په یوه بیانیه کې وویل: «دا یو عملي او اخلاقي امر دی چې کانګرس دغه غلطه موضوع سمه کړي.»
د هغې دفتر ویلي دي چې اوس هم د دغه پروګرام ۱۰۰۰۰ متقاضیان د یوه ځواب ترلاسه کولو ته سترګي په لار دي.
شاهین او جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین، یو داسې ناکامه هڅه پيل کړې وه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ځایي همکارانو له پاره ۴۰۰۰ اضافي ویزې تصویب کړي.
تیرکال دغه پروګرام ته یوازي ۱۵۰۰ ویزې اضافه شوي وې خو په عین وخت د دې پروګرام شرایط هم سخت کړل شوي.
په وروستیو وختونو کې امریکا متحدو ایالاتو ته د مهاجرو ورتګ، او په ځانګړې توګه له اسلامي هیوادونو څخه، یوه توده موضوع پاته شوې ده.
دغه موضوع په داسې حال کې اعلانیږي، چې امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د نوي فرمان د پلي کولو له پاره چمتوالي نیسي. د دې فرمان له مخې امریکا متحدو ایالاتو د شپږو اکثریت مسلمانه میشته هیوادونو پر وګړو باندې دغه هيواد ته د راتلو موقت بندیز لګولی دی.
دغه فرمان به د مارچ مياشتي پر۱۶مه نیټه اجرایي شي. د فرمان مخالفین پر ترمپ او د هغه پر ادارې باندي تور لګولی چې په غیر عادلانه توګه مسلمانان، د هغوی د دین په سبب په نخښه کوي. خو سپینه ماڼۍ بیا وایي چې د دې فرمان هدف د امریکا د ملي امنیت ساتنه ده.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
«افغانان کومو ۲۳ هيوادونو ته بې مخکنۍ ويزې سفر کولای سي؟»
د «پاسپورټ اينډکس» وېبپاڼي د ليسټ له مخي د افغانستان پاسپورټ له ۹۴ هيوادونو په پاسپورټونو کي تر ټولو آخري مقام لري. افغانان و ۲۳ هيوادونو ته بې مخکنۍ ويزې سفر کولای سي. دغه هيوادونه په دغه انځوريز راپور کي وپېژنئ:
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia۲۳ هيوادونو ته بېله مخکنۍ ويزې د سفر امکان
په دغه انځوريز راپور کي ښودل سوي معلومات له «پاسپورت اينډکس ټکی آرګ» څخه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۱۴مه اخيستل سوي. ياده منبع ۲۳ هيوادونه يادوي چې افغانان ورته مخکنۍ ويزې ته اړتيا نه لري. خو د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۳۰مه نېټه د «تليګراف» بريتانوۍ آنلاين رسنۍ او د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۱مه د «زيوډ ډويچه» آنلاين پاڼي ۲۵ هيوادونه ياد کړي ول چي پر افغان پاسپورټ ورته بېله مخکنۍ ويزې سفر کېدلای سي.
انځور: Alexandr Blinov/Fotoliaبنګله دېش ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: Getty Images/AFP/STRکمپوديا ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: picture alliance/Robert Harding/S. Deeکاپ ورد ټاپو ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: Reutersکومور ټاپو ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: APجيبوتي ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: SIMON MAINA/AFP/Getty Imagesدومينيکا ټاپو ـ کاريبي سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: APګينيا بيساو - افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: DW/B. Darameمراکش ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: DWمدګسکار ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: picture-alliance/dpa/ Guichaoua Yann-AGF/Bildagentur-onlineمالديپ ـ هندی سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: APموريتانيا ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: picture-alliance/dpaنیکاراگوا ـ منځنۍ امريکا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: picture-alliance/dpaد ساموا آزاد دولت ـ آرام سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: XL Catlin Seaview Surveyسیشل ـ هندی سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: Fotolia/Unclesamختيځ تيمور ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: imagoتووالو ټاپوګان ـ آرام سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: CC/blogtrottersیوگانډا ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: picture-alliance/dpa/S.Diggeسینټ وینسینټ و گریناډائنز ـ کاريبي سمندر ـ ويزه نه غواړي
انځور: picture alliance/blickwinkel/M. Lohmannهايتي ـ کاريبي سمندر ـ ويزه نه غواړي
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Nalio Cheryد ميکرونيسيا متحده ايالات ـ آرام سمندر ـ ويزه نه غواړي
انځور: picture-alliance/robertharding/M. Runkelموزمبيق ـ افريقا ـ ويزه نه غواړي
انځور: DW/B. Jequeteد پالاؤ جمهوريت ـ آرام سمندر ـ ويزه نه غواړي
انځور: DPA