1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا ته پر داخلیدو بندیز لرونکو هیوادونو لیست ۳۰ ته لوړیږي

غضنفر عادلي | شمس الرحمن ناصر
۱۴۰۴ آذر ۱۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم، اعلان کړی دی چې دغه هیواد اراده لري چې امریکا ته د داخلیدو په بندیز کې د شاملو هیوادونو نوملړ ۳۰ ته لوړ کړي. د دې اقدام دلیل امنیتي انديښنې ښودل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیره کریستي نوم،
د امریکا د کورني امنیت وزیرې وویل چې ولسمشر په پرله پسې ډول د دې لیست له پاره لا زیات هیوادونه بررسي کوي.انځور: Alex Brandon/Pool/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم، وویل چې دا ګام د امنیتي دلایلو له کبله پورته شوی دی. نوموړې زیاته کړه چې ولسمشر دونالد ترمپ په پرله پسې ډول د دې لیست له پاره لا زیات هیوادونه بررسي کوي.

د امریکا د مهاجرت ادارې د رپوټ پر بنسټ د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیلیدو څخه د نومبر میاشتې تر پایه پورې نږدې ۲ میلیونه کسان له دې هیواده وتلي دي.

د امریکا د مهاجرت ادارې په حواله له دې ډلې ۵۳۰ زره کسان اخراج شوي او یو میلیون او ۶۰۰ زره نور بیا پخپله خوښه له متحده ایالاتو څخه وتلي دي.

د متحده ایالاتو حکومت غواړي چې د روان میلادي کال تر پایه پورې د اخراجونو شمیر ۶۰۰ زرو ته ورسوي. سپينې ماڼۍ ټينګار کړی دی چې د «ډله ایزو اخراجونو» لړۍ به دوام پیدا کړي.

پاکستان کې میشت افغانان؛ د ټرمپ وروستۍ پرېکړه ناعادلانه ده

03:01

This browser does not support the video element.

د دې ترڅنګ پناه غوښتونکو ته د کار کولو د جواز موده له پنځو کلونو څخه یونیم کال ته را کم کړای شوې ده.

د امریکا د مهاجرت ادارې چارواکو ویلي دي چې دغه تغیرات د بهرنیانو د بهتره ارزونې له پاره رامنځته شوي دي.

دغه پریکړه سلګونه زره کسان او هغه شرکتونه چې د مهاجرو د کاري ځواک پورې تړلي دي، له دې ډلې د غوښو د پروسس صنعت اغیزمنوي.

دغه اقدامات په واشنګټن کې د یوه افغان مهاجر رحمن الله لکڼوال، هغه کس چې له ۲۰۲۱م کال څخه مخکې یې د افغانستان په کندهار ولایت کې د امریکا د استخباراتو له مرکزي ادارې (CIA) سره همکاري کوله، له وسله وال برید څخه وروسته سخت شوي دي.

دغه افغان مهاجر په ۲۰۲۱م کال کې د تخلیې د پروګرام په لړ کې امریکا ته ورغلی و. د ترمپ حکومت دغه پيښه د «مهاجرو د نیمګړې ارزونې» یوه بیلګه بللې ده او ویلي یې دي چې د دریمې نړۍ له هیوادونو څخه مهاجرت به په دایمي ډول بند کړي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب