1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا خپل افغان سیمه ایز کارمندان د المان له لارې انتقالوي

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

د یوه رپوټ په اساس امریکا له افغانستان څخه د خپلو پخوانیو سیمه ایزو کارمندانو چې تر ۲۰۲۱م کاله پورې یې هلته د امریکایي پوځ او نورو بنسټونو له پاره کار کړی دی، د انتقالولو په برخه کې له المان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
آرشیف انځور: د المان په رمشټاین کې د امریکا د هوایي ځواکونو پوځي اډې ته د امریکا د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو انتقالانځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د جمعې په ورځ د «شپیګل» المانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت غواړي خپل هغه په زرګونو کارمندان چې په افغانستان کې د طالبانو یو وار بیا واک ته له رسیدو وروسته د دغې ډلې له خوا د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخامخ دي، د شخصي چارتر الوتکو په وسیله له کابل څخه د المان په رمشټاین کې د امریکا د هوایي ځواکونو پوځي اډې ته انتقال کړي.  

د دغه رپوټ پر بنسټ ارزول شوي افغانان به د المان په کایزرس لاوټرن سیمه کې د امریکا پوځي اډې ته انتقالیږي او په فرانکفورت کې به د امریکا د قونسلګرۍ له خوا دغه هیواد ته د سفر کولو ځانګړې ویزې ترلاسه کوي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د اونۍ په پای کې هم یو ازمایښتي پرواز چې شا او خوا ۲۰۰ افغانان په کې لیږدول شوي، ترسره شوی وو.

د «شپیګل» ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت چې تر اوسه پورې به یې خپل پخواني سیمه ایز کارمندان قطر هیواد ته انتقالول، تائید کړې ده چې وروسته له دې به له المان څخه د سیمه ایزو کارمندانو د تخلیې د «اضافي سیمې» په توګه استفاده کوي.

په افغانستان کې اوس هم په زرګونو داسې کسان بند پاتې دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د افراطي اسلامپاله طالبانو واک ته له رسیدو وروسته یې له المان څخه د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده.

خو د المان حکومت حفاظتي پروګرامپه پام کې لري چې دغه افغانان باید په لومړي سر کې ګاونډي هیواد پاکستان ته لاړ شي، څو په دغه هیواد کې د المان سفارت له خوا یي د ویزې ورکړې رسمي بهیر او امنیتي بررسۍ ترلاسه شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص