امریکا خپل ځانګړی استازی افغانستان ته استولی دی
۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه![Zalmay Khalilzad](https://static.dw.com/image/50245679_800.webp)
امریکا متحده ایالاتو خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان ته استولی دی. په واشکنټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي دي چې خلیلزاد به د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو له پاره فشار وارد کړي.
ویل کیږي چې خلیلزاد خپل دغه سفر د جمعې په ورځ پیل کړی دی او په دې ترڅ کې به نوموړی دوحه، کابل، اسلام آباد، اوسلو او سوفیا ته سفرونه وکړي.
امریکا متحده ایالات د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره د شوې موافقتنامې په اساس خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. د دې کار هدف دا دی چې د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ د سولې رسمي خبرو اترو ته لاره هواره کړای شي.
خلیلزاد به اوس هڅه وکړي چې دواړه خواوې (د کابل حکومت او طالب جنګیالي) د مذاکراتو میز ته کښينوي. نوموړی غواړي د بندیانو د تبادلې یوې موافقې ته هم لاسرسی پيدا کړي.
د سیمه ایزو ادارو په حواله په دې اونۍ کې په افغانستان کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۴۵ تنه وژل شوي دي. په دوی کې ملکي خلک او طالب جنګیالي شامل دي. د هرات والي علي احمد فقیرجار د اتو تنو ملکیانو د وژل کیدو خبره کړې ده.