1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د افغانانو له پاره د مهاجرت پروګرام پراخوي

۱۴۰۰ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت په افغانستان کې د تاوتريخوالي په ډيریدو سره خپل د مهاجرت پروګرام د هغو افغانانو له پاره چې له ګواښ سره مخ دي، پراخوي. تر دې وړاندې د دغو افرادو شمیر ۲۰ زره ښودل شوی وو.

Afghanistan | Demonstration gegen die US Regierung vor US Botschaft in Kabul
انځور: Mariam Zuhaib/AP/picture alliance

د اسوشتید خبري آژنس په حواله، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي دي چې دغه اقدام، د هغو افغانانو شمير ډيروي چې امریکا ته د مهاجرت کولو شرایط پوره کولی شي. وزارت زیاته کړې ده چې په دغو افرادو کې د امریکا متحده ایالاتو د اړوندو ادارو اوسني او پخواني کارمندان شامل دي چې د خبري، مرستندویه او پراختیايي سازمانونو او د نورو هغو مرستندويو ډلو کارمندان په بر کې نیسي چې د امريکا له خوا تمویليږي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به د همدې میاشتې په پای کې بشپړ شي. هغه افغانان چې په تیرو شلو کلونو کې يې د امریکايي ځواکونو او یا د امریکا متحده ایالاتو تمویل کونکو سازمانونو او موسساتو سره کار کاوه، اوس طالبانو له احتمالي ګواښونو څخه ویره لري او غواړي امریکا ته پناه یوسي.

خو اوس زیاته شوې چې د امریکا متحده ایالاتو د حکومت او د ناټو د پوځي ماموريت هغه کارکوونکي چې اړوند اختصاصي معیارونه نه لري هم په دغه پروګرام کې شاملیږي.

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکنانځور: Manuel Balce Ceneta/REUTERS

په عین حال کې دغه حرکت کیدای شي د هغو افرادو له پاره چې له دغه امتياز څخه مستفید شي، له يو لړ شرایطو سره هم مل وي: درخواست کونکی باید له افغانستان څخه یو دریم هیواد ته ولاړ شي تر څو يې د مهاجرت د پروسې کارونه چې ۱۲ تر ۱۴ میاشتي به دوام وکړي، ترسره شي. په داسې حال کې چې امریکا د دې قصد نه لري چې په دریم هیواد کې د هغوی له اوسیدو او بیا يې له انتقال څخه ملاتړ وکړي.

د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن اعتراف وکړ چې درخواست کونکي به له یو لړ ستونزو سره مخ وي، خو زیاته يې کړه چې متحده ایالات د یو باامنه او سولیز افغانستان څخه خپل ملاتړ ته ژمن دی.

هغه په دې اړه خبريالانو ته وویل: «دا به يو ډېر سخت کار وي.» هغه زیاته کړه چې د مهاحرت دغه پروسه به په مختلفو برخو کې پيچلتياوې ولري. هغه زیاته کړه: »تاسې پوهيږئ چې د هر څه پريښودل او بیا يوه داسې ځای ته ځان رسول چې هلته د موجودو آسانتياو څخه استفاده وکړای شئ، سخت کار دی«. د امریکا د بهرنيو چارو وزير په ډاګه کړه چې مهاجرت همداسې يوه سخته پروسه ده.

هغه زياته کړه: »په تاسف سره په نړۍ کې په میلیونه انسانان د دې برخليک سره مخ دي او دمګړۍ په افغانستان کې هم په ميليونو انسانان له دې همدې حالت سره مخ دي.«

په مجموع کې شل زره افغانانو امریکا ته مهاجرت کولو ته علاقمندي ښودلې دهانځور: picture-alliance/dpa

د افغانانو له پاره د امریکا د مهاجرت پروګرام د هغو افغانانو او د هغوی د کورنۍ غړو له پاره دی چې ممکن «امریکا متحده ایالاتو سره د کار کولو له کبله له ګواښ سره مخ وي.» خو دغو کسان نه شي کولی د مهاجرت ځانګړې ویزه ترلاسه کړي. هغه په دې دليل چې دوی په مستقیمه توګه د امریکا حکومت سره کار نه دی کړی او یا يې خپل حکومتي کار ته د اوږدې مودې له پاره ادامه نه ده ورکړې.

امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ويزې درخواست کونکو افغان مهاجرو لومړنۍ ډله د جمعې په ورځ امریکا ته ورسیدله. په دغو افغانانو کې ډيری ېې هغه افراد ول چې امریکايي ځواکونو سره يې د ژباړونکي یا نورې دندې ترسره کړي او یا هم دیپلوماتان دي.

دغه ۲۲۱ کسیزه ډله د هغو ۲۵۰۰ کسانو له ډلې څخه ده چې په پام کې ده راتلونکو ورځو کې امریکا ته انتقال کړل شي. دا هغه افراد دي چې امنيتي مراحل يې بشپړ شوي دي. د مهاجرت د ځانګړې ويزې پروګرام ۴۰۰۰ نور درخواست کونکي او د کورنۍ غړي يې چې تر اوسه یې امنيتي مراحل نه دي بشپړ شوي، تمه ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې دريم هیواد ته ولیږدول شي. په ټوله کې ۲۰ زره افغانانو له دغه پروګرام سره علاقمندي ښودلې ده.

اسوشتيد پریس/م.ک.ص./ب.ص.