1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

امریکا د افغان پوځ په ملاتړ هوایي بریدونو ته دوام ورکوي

۱۴۰۰ مرداد ۴, دوشنبه

يوه لوړپوړي امريکايي جنرال ويلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو سربیره به د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد هوایي بریدونو ته ادامه ورکړي.

Kabul, Afghanistan | General Kenneth McKenzie
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو په وروستیو اونیو کې خپل بریدونو ته زور ورکړی او یو شمیر ولسوالۍ یې نیولي دي. د طالبانو بریدونه له هغه وروسته زیات شول چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې تر سپتمبر میاشتې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او په دغه هیواد کې به خپل اوږده پوځي حضور ته د پای ټکی کیږدي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قوماندان جنرال کینت مک مکنیزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «امریکا متحده ایالاتو په وروستیو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ډیر کړي دي او که چیرې طالبان خپلې حملې جاري وساتي، موږ چمتو یوو چې په راتلونکو اونیو کې د دغې لوړې کچې مرستې [هوایي بریدونو] ته ادامه ورکړو.»

خو مک مکنیزي په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه چې د اګست پر ۳۱مه نېټه به د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت تر ختمیدو وروسته هم دغه هوایي بریدونه ادامه ومومي او که نه.

د افغانستان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ سربیره هغه ویلي دي چې د افغانستان حکومت به په راتلونکو ورځو کې له سخت ازمایښت سره مخامخ وي. د نوموړي په خبره د طالبانو پرمختګونه اجتناب ناپذیزه نه ول او سیاسي حل لاره لا هم د یوه امکان په توګه پاته ده.

که څه هم افغان حکومتي چارواکو او طالبانو په وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره لیدلي ول، خو د دیپلوماتانو په خبره د تیر میلادي کال له سپتمبر میاشتې راهیسې په دغو خبرو اترو کې ډیر کم پرمختګ شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د شنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو لومړۍ دنده دا ده چې د لاسه تللو سیمو د بیرته نیولو پر ځای د طالبانو پرمختګ ورو کړي.

د جنرال مکنیزي په خبره تر اختر وروسته ښایي د تاوتریخوالي کچه لوړه شي او طالبان ښایي د نفوس ډکو ښارونو ته تمرکز وکړي.

له اشرف غني سره د مکنیز ملاقات

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې جنرال مک مکنیزي او ورسره مل پلاوي د یکشنبې په ماښام په ارګ کې د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل. زیاته شوې ده چې په دغه ملاقات کې «دواړو لورو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو او د دوی د ملاتړ او همداراز د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.»

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب