1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د اټومي موافقې په ارتباط اروپایي هیوادونه ګواښلي

۱۳۹۸ دی ۲۶, پنجشنبه

«په موافقه کې د اختلافاتو د حل میکانیزم» پر فعالولو سربیره، درې اروپایي هیوادونه اټومي موافقې ته د ژمن پاتې کیدو خبره کوي. امریکا دغو هیوادونو ته ګواښ کړی دی چې که خپله تګلاره بدله نه کړي، نو ګمرکي تعرفې به پرې لوړې کړي.

Frankreich 2018 Gedenken Ende Erster Weltkrieg | Trump, Merkel & Macron
انځور: Getty Images/AFP/B. Tessier

د امریکا حکومت د ایران پر وړاندې د حد اکثر فشار په لړ کې له ایران سره په اټومي موافقه کې له ګډون کوونکو اروپایي هیوادونو غوښتي دي چې د ۲۰۱۵م کال له اټومي موافقې څخه دې ووځي.

د امریکا په اند «په توافقنامه کې د اختلافاتو د حل میکانیزم» فعالول، د ایران له خوا د موافقتنامې نقضولو د منلو په معنی ده. درې اروپایي هیوادونه (آلمان، فرانسه او بریتانیا) د دغه میکانیزم پر فعالولو سربیره د اټومي موافقې د ژغورنې هڅه کوي.

امریکا اوس ګواښ کړی دی چې که اروپایي هیوادونه پر خپل دریځ له سره کتنه ونه کړي، نو د موټرو پر وارداتو به لوړې تعرفې وضع کړي. د آلمان خبري آژانس (dpa) له واشنګټن څخه په خپل رپوټ کې د اروپايي هیوادونو د موټرو پر تولیداتو د احتمالي تعرفو د وضع کیدو خبر ورکړی دی.

امریکا ګواښ کړی دی چې دغو دریو اروپایي هیوادونو د نه همکارۍ په صورت کې به له اروپا څخه پر واردیدونکو موټرو د ۲۵ سلنه معادل ګمرکي تعرفې وضع کړي. د ګمرکي تعرفو د احتمالي لوړیدو خبر لومړی د چهاشنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۱۵ نیټه) په واشنګټن پوست ورځپاڼه کې خپور شو.

واشنګټن پوست دا خبر د اروپایي اتحادیي د یو شمیر چارواکو په حواله خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې اړه لا زیات جزیات نه دي خپاره شوي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د ایران له خوا د موافقې نقضول

د امریکا په باور په اټومي موافقه کې د پيش بیني شویو ژمنو او الزاماتو قدم په قدم کمول، د ایران له خوا د موافقې د نقضولو په معنی ده او له دې امله اروپایي هیوادونه یي باید پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي.

په «موافقنامه کې د اختلافاتو د حل میکانیزم» د فعالولو پریکړه چې کیدای شي په ملګرو ملتونو کې د ایران د اټومي موافقتنامې د دوسیي په برخه کې د نرموالي د رامنځته کیدو سبب شي، نو له همدې امله د آلمان، بریتانيا او فرانسې له خوا وړاندیز شوې ده.

د بریتانيا لومړي وزیر بوریس جانسن، د موافقتنامې د ماتیدو خبره کړې ده او پر نوې موافقې د هغې د بدلولو غوښتنه کړې ده، هغه موضوع چې د ایران له خوا رد شوې ده.

د دریو اروپایي هیوادونو پر موټرو تر ۲۵ سلنه د وارداتي تعرفو لوړول، کیدای شي د دغو هیوادونو په ځانګړي توګه آلمان ته ډیر اقتصادي زیان واړوي.

د اروپا د موټرو د صادراتو شاوخوا یو پر دریمه برخه امریکا ته ځي. په دې اساس امریکا په کلني حساب په لسونو میلیارده ډالرو په ارزښت له اروپا څخه موټر واردوي. له همدې امله د اروپا پر وارداتو د درنو ګمرکي تعرفو وضع کول د دغو دریو هیوادونو په ځانګړي توګه د آلمان د موټرو صادرات له جدي ستونزو سره مخامخ کولی شي.

تر اوسه پورې اروپایي هیوادونو د امریکا د نوو ګمرکي تعرفو په اړه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

دویچه ویله: ش.ن/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل