1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د ایران څلور نفت لیږدونکي کښتۍ نیول شوي

۱۳۹۹ مرداد ۲۴, جمعه

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د ترمپ ادارې د کارګو څلور تیل لیږدونکي کښتۍ یې نیولي دي چې وینزویلا ته یې د ایران صادراتي تیل لیږدول. دغه ګام د حد اکثر فشار د کمپاین په ترڅ کې اخیستل شوی دی.

Venezuela Iranischer Öltanker Fortune in El Palito
وینزویلا د خپلو ضرورتونو د پوره کولو له پاره د تیلو واردولو ته اړ دهانځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vargas

تیره میاشت په واشنګټن کې څارنوالی یوه حقوقي دعوا وړاندې کړې وه چې پکې ادعا شوې وه چې دغه معامله د محمد مدني پور، له لوري چې د ایران له سپاه انقلاب سره تړاو لري تنظیم شوې ده. هغه مهال د بندیزونو د چارو پوهان په دې نظر وو چې دا به ممکنه نه وي چې په نړیوالو اوبو کې د متحده ایالاتو د محکمې امر تطبیق شي.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د کښتیو د نیولو په ترڅ کې له پوځي ځواک څخه استفاده نه ده شوې او کښتۍ په فزیکي توګه نه دي ضبط شوي. د دې پر ځای امریکایي چارواکو د کښتۍ مالکان، بیمه کوونکي او کپتانان پر بندیزونو ګواښلي، څو د کارګو تسلیمولو ته اړ ایستل شي. د امریکايي چارواکو په وینا دغه صادرات اوس د متحده ایالاتو ملکیت ګرځیدلی.

څارنوالانو ادعا کړې ده چې دغو څلورو کښتیو وینزویلا ته ۱،۱ میلیون بیلره پترول انتقالول. خو کښتۍ دغه سویلي امریکایي هیواد ته ونه رسیدي او لادرکه شوې. یوه بل امریکایي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې له دغو کښتو دوه یې بیا کیپ ورد، ته نزدې راڅرګندې شوې.

په وینزویلا کې د ایران سفیر حجت سلطاني، د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې نه دغه کښتۍ ایراني دي او نه یې هم مالکان ایرانيان دي.

خو تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې د بیلا، بیرنګ، پاندي او لونا په نوم کښتۍ او د هغوی کارګو اوسمهال چیرې ده. میامي میشته رس دالن شرکت چې د کښتیو حرکات څاري ویلي دي چې د کښتیو کپتانانو هغې آلې خاموشه کړي دي چې د حرکت لورې ترې معلومیدلی شي.

دا چې سوداګر ورځ تر بلې له وینزویلا څخه ډډه کوي، د نیکولاس مادورو سوسیالست حکومت په زیاته بیا ایران ته مخ اړولی. په می میاشت کې مادورو له ایران څخه د پنځو نفت لیږدونکو کښتیو رسیدل لمانځلي وو. هغه مهال وینزویلا د تیلو له سخت کمښت سره مخامخ وه او د آن د پلازمینې کراکاس په شمول په ډیری برخو کې د تیلو د ترلاسه کولو له پاره خلک په اوږده کتارونو کې ولاړ وو.

اوسمهال د وینزویلا د تیلو تصفیه خانې په کافي اندازه فعاله نه دي او دغه هیواد د خپلو اړتیاوو د پوره کولو له پاره د پترولو راواردولو ته اړ دی. متحده ایالاتو د ایران د نفتو پر خرڅلاو بندیز لګولی.

له دې سره سره چې وینزویلا د نړۍ په کچه د خامو نفتو بډای زیرمې لري، خو د هیواد دننه کافي نفت نه شي تصفیه کولی. دغه هیواد د اقتصادي کړکیچ او د متحده ایالاتو د بندیزونو پر مهال په تیر څو لسیزو کې د خامو نفتو بیه خپلې ټیټي کچې ته د رالویدو شاهد دی.

د ترمپ ادارې د کښتیو پر مالکانو فشار زیات کړی چې د متحده ایالاتو د مخالفینو لکه ایران، وینزویلا او شمالي کوریا پر وړاندې د دوی بندیزونه مراعات کړي.

  زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب