امریکا د بهرنیو محصلینو له پاره د ویزو پروسه وځنډوله
۱۴۰۴ خرداد ۷, چهارشنبه
په هغه خبرتیا کي چي د رویترز له خوا د سه شنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د می ۲۷) لیدل سوې ده، راغلي دي چي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ماکو روبیو، سفارتونو او قونسلگریو ته امر کړی دی چي په اوس وخت کي دي د تحصیل او یا هم محصلینو د تبادلې د ویزو د غوښتونکو له پاره د نوو ملاقاتونو وخت ونه ټاکي.
دلیل یې دادی چی د بهرنیو چارو وزارت په پام کي لري چې په ټولنیزو رسنیو کي د دغو کاندیدانو پر څرگندونو باندي بیا کتنه پراخه کړي. د بهرنیو چارو وزیر روبیو په یوه لیک کي د بیا کتنې له پاره تازه لارښووني اعلان کړي دي.
اړوند:ترمپ په هاروارد پوهنتون کې د بهرنیو محصلینو د منلو مجوز لغوه کړ
په بهر کې د امریکايي استازولیو له پاره دغه نوي لارښوونې لا د بشپړیدو په حال کې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تامي بروس په دې هکله خپل دریځ رد کړی، خو څرگندوي چي: «موږ به بیا هم له هرې وسیلې څخه کار واخلو تر څو دا معلومه کړو چي څه ډول کسان دلته راځي، دا بې تفاوته ده که هغه محصلین وي او که نور کسان.»
دامریکا حکومتي چارواکو مخکې لا څرگنده کړې وه چي د محصلینو د ویزې او گرین کارټ درلودونکي کسان د فلسطینیانو د ملاتړ او د غزې په جګړه کې د اسرائیل پر چلند د انتقادونو له امله له هیواده ایستل کیدای سي.
هغوی دا دلیل راوړي چي دغه کسان د امریکا بهرنۍ پالیسۍ ته ګواښ پېښوي. هغوی په دې باور هم دي چې دوی کولای سي په غزه کې د سخت دریځي اسلامپالي ډلي حماس، ملاتړ وکړي. په هر حال، منتقدین بیا دې کارته د اساسي قانون له مخې د بیان د آزادۍ د تضمین سوي حق پر وړاندې د برید په سترگه گوري.
هغوی د ثبوت له پاره، له یوې محصلې سره د ترکیې د توفتس پوهنتون د چلن مثال راوړي چې له شپږو اونیو څخه د ډیر وخت له پاره د اخراج په توقیف کې ساتل سوې وه. هغې په یوې نظر پوښتنه کي په غزې تراډه کې د جگړې په اړه د پوهنتون پر دریځ انتقاد کړی وو.
سربیره پردې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکل سویو اهدافو څخه یو، په لویه کچه د مهاجرینو شړل او د بهرنیو محصلینو له پاره د ویزې لغوه کول دي.
ټرمپ د هارورډ مشهور پوهنتون، چې د ټرمپ د لارښوونو له منلو یې ډډه کړې وه، هم په نښه کړی دی. تېره اونۍ یې د هارورډ اداره د نړیوالو محصلینو له منلو څخه منع کړه. هغوی د محصلینو د ټولنې ۲۷ سلنه جوړوي او د دغې تعلیمي او څیړنیزې ادارې له پاره د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کیږي.