1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

امریکا: طالبانو پر یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی

۱۴۰۳ خرداد ۹, چهارشنبه

امریکا ویلي دي که روسیه طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لېرې کړي او د دغې ډلې اداره په رسمیت وپېژني، دا به نورو هېوادونو ته یو «ویروونکی پیغام» ولېږدوي.واشنګټن ویلي، طالبانو خپله هیڅ ژمنه نه ده عملي کړې.

National Security Council John Kirby speaks at the White House
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د اړیکو سلاکار جان کربيانځور: Ken Cedeno/UPI/newscom/picture alliance

د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو په دې وروستیو کې ولسمشر ولادیمیر پوتین، ته سپارښتنه کړې چې طالبان دې له ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وباسي. روسیې تر دې مخکې ویلي وو چې له دغه نوملړ څخه د طالبانو پر ایستلو غور کوي.

د روسیې دغه احتمالي اقدام او د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو وروستیو څرګندونو دا احتمال پیدا کړی چې امکان لري مسکو د افغانستان د اوسنیو حاکمانو حکومت د رسمیت پیژندلو په برخه کې ګام پورته کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د اړیکو سلاکار جان کربي، د سه شنبې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د روسیې دا ګام به د امریکا سیالانو لکه ایران او چین ته څه پیغام ولري، وویل: «زه فکر کوم دا یو وحشتناک پیغام لیږدوي.»

جان کربي وویل: «موږ په دې موقف کې نه یو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپیژنو. او که روسیه دا کار وکړي، موږ باور لرو چې دا به نورو ته بد پیغام واستوي.»

آیا روسیه د افغانستان د کړکیچ په حل کې مرسته کولای شي؟

32:02

This browser does not support the video element.

د امريکا د متحده ايالاتو د امنيت شورا دغه چارواکي زياته کړه: «طالبانو یوه هغه ژمنه هم نه ده عملي کړې چې د واک ترلاسه کولو پر مهال یې کړې وې. نه له ښځو سره په چلند کې، نه د اقتصاد په مدیریت کې او نه هم له خپلو خلکو څخه د ساتنې په برخه کې.»

 تر دې دمه د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی. د طالبانو له ادارې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د نړۍ لپاره اساسي شرط د هغو محدودیتونو لېرې کول دي چې طالبانو دښځو پر حقونو، په ځانګړي ډول د تعلیم او کار په برخه کې لګولي دي.

سربیره پر دې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتونکې ده.

خو پر دې سربیره هم د سیمې ځینو هېوادونو له طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړې دي. روسیې په دې وروستیو کې طالبانو ته بلنه ورکړه چې د سنټ پیټرزبورګ په کلنۍ اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

چين ته د پوتین سفر؛ د چین-روسيې د څو کلونو اړېکو څومره وده کړې؟

02:42

This browser does not support the video element.

د اسيا په اړه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د دويم ديپارتمنت مشر ضمير کابلوف، له دې وړاندې هم له طالبانو سره د اړيکو د پراخوالي اعلان کړى و او ويلي يې و: « زما مطلب دا نه دى، چې طالبان زموږ ښه دوستان دي ،خو په ښکاره زموږ دښمنان هم نه دي.»

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، تیره ورځ په احتمالي توګه د طالبانو د حکومت د احتمالي پيژندلو او له ترهګرو ډلو له نوملړه د ایستلو په اړه ویلي چې روسيه بايد د افغانستان لیدلوري ته پام وکړي او له دغه هيواد سره اړيکې ټينګې کړي.

پوتين زياته کړه: «پوښتنه داده چې موږ څرنګه له اوسنیو حاکمانو سره اړيکي رامنځته کړو؟ خو موږ اړتيا لرو چې يو ډول تماس رامنځته کړو. هغوی ]طالبان[ هغه کسان دي چې د هيواد پر قلمرو کنترول لري. هغوی نن په افغانستان کې قدرت لري.«

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل