1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا د داعش د مشر پر سر جایزه ۱۰ میلیونو ته لوړه کړه

۱۳۹۹ تیر ۵, پنجشنبه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې دوی د اسلامي دولت یا داعش ډلې د عمومي مشر د نیولو پر سر جایزه لا پسې لوړه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو ویلي دي چې امریکا دغه جایزه ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ده.

Syrien März 2019 | IS-Kämpfer in Baghouz
انځور: picture-alliance/AP Photo/Aamaq News Agency

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چازو وزير مايک پمپيو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۲۴مه) نیټه اعلان وکړ چې هیواد یې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د مشر د نیولو پر سر ټاکل شوې جایزه ۱۰ میلیونو ډالرو ته لوړه کړې ده.

امریکا متحده ایالاتو، د تیر کال په اکتوبر میاشت کې په سوریه کې د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې پخوانی مشر ابوبکر البغدادي وواژه. متحده ایالاتو د داعش ډلې د نوي مشر امیر محمد عبدالرحمن المولي پر سر له وړاندي نه د پنځو میلیونو امریکايي ډالرو جایزه ایښې چې اوس یې ۱۰ میلیونو ته لوړه کړې ده.

د داعش ډلې اوسنی مشر المولي په ۱۹۷۶م کال کې زیږیدلی دی او په شرعیاتو کې یې لوړ تحصیلات کړي دي. داعش ډلې په زرهاوو ایزیدیان وژلي، چې د یوه پخواني دین پیروي کوي.

په منځني ختیځ کې د داعش ډلې د واک پرمهال، دغې ترهګرې ډلې ګڼ شمیر ایزدۍ میرمنې او نجونې برمته کړي وي. امریکا متحده ایالات د داعش په لاس د ایزیدیانو وژنه یو قتل عام ګڼي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې اوسنی مشر المولي د عراق په موصل ښار کې د ترکمنو په یوه کورنۍ کې زیږیدلی دی او په دې توګه د دې ډلې یو له هغو مشرانو څخه دی چې په اصل کې عربي ریښه نه لري. که څه هم داعش تر پخوا ډیره کمزورې شوې، خو بیا هم دغه ترهګره ډله د افغانستان او غربي افریقا په ګډون د نړۍ په ګڼ شمیر سیمو کې خونړي بریدونه ترسره کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب