1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د سپتمبر ۱۱مې بریدونو اړوند د تحقیاتو اسناد خپاره کړل

۱۴۰۰ شهریور ۲۱, یکشنبه

ایف بي آی په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې نيټې بریدونو او د الوتکو تښتونکو څخه د سعودي عربستان د حمایت ادعاوو اړوند د تحقیقاتو اسناد خپاره کړل. دغه اسناد د جوبایدن په امر خپاره شوي دي.

USA | Terroranschlag am 11. September 2001
انځور: picture-alliance / dpa

د امریکا د ایف بي آی ادارې د طیارو تښتونکو او سعودي عربستان تر منځ د عمومي اړيکو په تړاو شاوخوا ۱۶ صفحه يې اسناد خپاره کړي، خو په هغو کې داسې هيڅ شواهد نشته چې رياض دې په دغو بریدونو کې چې نژدې ۳ زره کسان په کې ووژل شول، ښکیل وي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، سعودي عربستان له مودو راهیسې ویلي دي چې په دغو بریدونو کې يې هيڅ رول نه درولود. رويترز زیاتوي چې دوی د شنبې په ورځ په دې باندې بریالی نه شول چې په دې اړه په واشنګتن کې د سعودي عربستان د سفارت نظر واخلي.

خو سفارت د سپتمبر په ۸مه یوه اعلاميه کې ويلی وو چې سعودي عربستان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې پيښې اړوند تل د شفافیت پلوی کړې او د بریدونو په تړاو د واشنګټن له لوري د طبقه بندي سوو اسنادو د خپریدو څخه هرکلی کوي.

جو بایدن پر امریکا د تروریستي بریدونو کې د قربانيانو د شلمې کلیزې په مناسبت د درناوي په مراسمو کېانځور: Tom Brenner/REUTERS

په دغه اعلامیه کې ذکر شوي دي: «د پخوانيو تحقیقاتو په څير، چې په هغو کې د سپتمبر یوولسمې کمیسيون د ۲۸ صفحه يې په نوم اسناد هم شامل دي، تر اوسه داسې هيڅ شواهد په لاس کې نشته چې وښيي سعودي عربستان او یا یې چارواکي له مخکې د دغو بریدونو څخه خبر وو او يا دې په يو ډول په کې ښکيل وي.».»

د ۱۹ طیاره تښتونکو په ډله کې ۱۵ یې د سعودي عربستان ول.

د متحده ایالاتو یوه حکومتي کمیسیون داسې هيڅ شواهد نه دي موندلي چې وښيي سعودي عربستان هغه وخت چې طالبانو په افغانستان کې القاعده شبکې ته خوندي ځای ورکړی وو، دغه شبکه په مستقیم ډول تمویل کړی وي.

دا په داسې حال کې ده چې د تقریباً۲۵۰۰ وژل شوو کسانو کورنيو، څه باندې ۲۰ زره ټپيانو، کاروباریانو او ګڼ شمیر بیمه کونکو، سعودي عربستان څخه د ميلیارډونو ډالرو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

په نیویارک کې د سپتمبر ۱۱مې پيښې د قربانيانو یو شمیر د کورنۍ غړيانځور: Chip Somodevilla/AP/picture alliance

تیري ستاردا، چې میړه يې ټام، د سپتمبر یوولسمې بریدونو کې وژل شوی، ويلي دي چې د ایف بي آی لخوا د شنبې ورځې خپاره شوي اسناد، په بریدونو کې د سعودي عربستان د لاس لرلو په اړه هر ډول شکونه د خوب پر بستر اچولي دي.

تیره ورځ (د سپتمبر ۱۱مه) امریکا او نړۍ پر امریکا د ۲۰۰۱ کال تروریستي بریدونو د قربانيانو د شلمې کلیزې د يادښت او درناوي مراسم ترسره کړل. په دغو بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

د قربانیانو کورنيو او خپلوانو وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایدن څخه د هغو اسنادو افشا کول غوښتي وو چې ادعا کیږي د دغې توطيې د طرحې څخه د سعودي عربستان چارواکو ملاتړ درلود. دوی ويلي وو چې د دغو اسنادو د نه افشا کیدو په صورت کې دې د سپتمبر يوولسمې پيښو د شلمې کلیزې یادښت هم نه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب