له شمالي کوریا سره د اتومي پروگرام د شخړي په ترڅ کې امریکا په سویلي کوریا کې د شخړه ایز دفاعي سیستم جوړولو تابیا کړې. روسیه او چین په دې هکله خوښ نه دي.
اعلان
له شمالي کوریا سره ترینگلتیا زیاتیدو ته په کتو سره، امریکا خپل پوځي قوت ښيي. د سویلي کوریا د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د (THAAD) په نوم توغندیو دافع هوا سیستم د پرزو لومړني کانتینرونو گیونگسانگ ولایت ته رسیدلي دي. زیاته شوې ده چې دغه سیستم به د روان میلادي کال تر پايه پورې فعالیت ته چمتو وي.
په مارچ میاشت کې په پاسفیک یا آرام اوقیانوس کې د متحدو ایالاتو کوماندو ځواکونو هم خبر ورکړی وو چې د (THAAD) په نوم دافع هوا سیستم لومړنۍ پرزې سویلې کوریا ته رسیدلي دي. ویل شوي دي چې دغه سیستم د لنډ او منځني واټن ویشتونکو توغندو د دفع کولو او همداشان د ځمکې تر اتوموسفیر یا فضا دباندې توغندیو د ویجاړولو ظرفیت لري.
چین د تاد، په واسطه د خپلو امنیتي گټو د خطر احساس کوي. ځکه دغه پرمختللی سیستم د پیکینگ د توغندیو پوتنسیال هم تر اغیز لاندي راوستی شي او په آرام سمندرگي کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د یوه احتمالي برید ستراتیژۍ ته زیان اړولای شي. همداشان روسیه هم په سویلي کوریا کې د توغندیو د دغه دفاعي سیستم د ځای پر ځای کیدو مخالفت کوي.
د سه شنبې په ورځ د متحدو ایالاتو د «یو اس اس مشیگن» په نوم اوبتل د سویلي کوریا بوسان نومي ښار ته ورسید. په داسې حال کې چې په همدغه ورځ شمالي کوریا د خپل اردو د تأسیس د ۸۵ کلیزي په ویاړ تمرینات کول او یو ځل بیا یې د اتومي گوزارونو گواښونه وکړل.
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل پخواني سلف بارک اوباما په پرتله د شمالی کوریا پر ضد د سختو اقداماتو اعلان کړی دی او د دغه کمونيستي هیواد پر وړاندې یې د کوم احتمالي پوځي برید خبره هم نه ده رد کړې.
سویلي کوریا او امريکا اټکل کوي چې د کیم جونگ رژیم اوسمهال د توغندیو او اتومي ازمویونو په تیارۍ بوخت دی. د ملگرو ملتونو پریکړه لیکونه شمالي کوریا له دغسې ازمویونو څخه منع کوي.
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.